آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او کډوالو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر سره جلا-جلا لیدنو کې د کډوالو وضعیت په اړه خبرې کړې دي. ښاغلي ګراندي په دې لیدنه کې ویلي، چې ملګري ملتونه پر مخکنیو مرستو سربېره، هڅه کوي د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال بیا د کډوالو څپې ته په کتو، راستنېدونکو ته دایمي سرپناه جوړولو او همداراز په ټولنه کې د هغوی د بیا ادغام په برخو کې د ملګرو ملتونو د عالي کېمشنرۍ او نورو مرسته کوونکو بنسټونو د همکاریو غوښتنه کړې ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دې ناستې په اړه زیاته کړې: «ښاغلي فلیپو ګراندي افغانستان ته په خپل سفر، د اسلامي امارت له مسؤلینو سره پر کتنو په افغانستان کې د امنیت پر تأمین خوښي څرګنده کړه وې ویل، اوس مهال راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنیو مرستو او له ټولنې سره د دوی د بیا مدغمولو موضوعات له ځانګړي ارزښت برخمن دي، د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري پر خپلو مخکېنیو مرستو سربېره هڅه کوي د مهاجرینو د ستونزو په حلولو کې همکاري وکړي.»
له دې سره سم، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره جلا لیدنه کې ویلي، چې د راستنېدونکو وضعیت د ارزونې په موخه به هرات ته سفر وکړي او همداراز ټینګار یې کړی، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په پار به، له ایران او پاکستاني چارواکو سره درېاړخیزه ناسته وکړي.
په دې لیدنه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په ډلهییزه توګه د افغان کډوالو را ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې د افغانانو پانګونې باید په کوربه هېوادونو کې ضایع نشي. ښاغلي کبیر د ایران، پاکستان او افغانستان ترمنځ پر درېاړخیزه غونډه د ټینګار ترڅنګ، ویلي چې د ژمي موسم تر رسېدو وړاندې باید راستنېدونکو ته سرپناوې جوړې شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د دې لیدنې جزیات داسې بیانوي: «هغه زیاته کړه، چې کابل کې به د نړۍوال بانک او آسیا پراختیایي بانک له مسوولینو سره هم له راستنېدونکو د ملاتړ په اړه لیدنې ولري او همداراز به د هغو افغانانو وضعیت چې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه را ایستل کېږي، له نړۍوالې ټولنې سره شریک کړي. هغه د خپلو خبرو په دوام وویل، چې هرات ته به سفر وکړي او له هغه ځایه به ایران ته لاړ شي او له ایراني چارواکو سره به د افغان کډوالو پیام شریک کړي.»
اخوا، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیا له ایرانه د افغان کډوالو ایستلو په اړه ویلي، هغه څه چې ترسره کیږي په ایران کې د دوی د شتون تنظیمولو لپاره یو اړین ګام دی او په خبره یې، دا چاره خپله د افغان کډوالو په ګټه هم ده. کابل کې د ایران سفارت د دغه هېواد د ولسمشر په حواله ویلي، چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر به، په خورا درناوي ترسره شي.
په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د بهرني سیاست مسووله دومینیک هاید وایي، چې د مرستو او بودجې کمښت له امله، شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه کډوال له ګواښ سره مخامخ دي او په خبره یې، دا شمېره د هغو په پرتله، چې د ملګرو ملتونو له لوري یې ملاتړ کېږي، نږدې یو پر درې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د بهرني سیاست مسوولې زیاته کړې: «وضعیت ډېر نازک دی، موږ اندېښمن یو او ښایي تر ۱۱.۶ میلیونه کډوال او بېځایه شوي له هغو مرستو بېبرخې شي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري وړاندې کېدل.»
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات والي د اسلامي امارت مشر په امر د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او اقتصادي همکاریو پراختیا په پار، ایران ته سفر کړی دی.