د کانګرېس له ژمنو د ټرمپ تر کړنو؛ آیا امریکا افغان کډوال باسي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغان کډوالو په اړه د متحده ایالتونو ضد و نقیض سیاستونو، په امریکا، قطر، پاکستان، افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د تګ په تمه خواره واره افغانان له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي. له یوې خوا د پناه غوښتنې او ځانګړو وېزو زیاتولي ژمنې ورکول کېږي او له بلې خوا له متحده ایالتونو د ژر تر ژره وتلو پیغامونه ترلاسه کوي. تازه ځینو امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په کالیفورنیا ایالت کې د مشروطو وېزو (پرول) لرونکو زرګونه افغانانو د متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت له لوري پیغام ترلاسه کړی او په اوو ورځو کې له متحده ایالتونو د وتلو امر ورته شوی دی. په دې پیغام کې دوی ته ویل شوي: «اوس د دې وخت را رسېدلی چې له متحده ایالتونو ووځئ، امریکا کې د پاتې کېدو هڅه مه کوئ، حکومت به تاسو پیدا کوي، هیله ده ژر تر ژره له متحده ایالتونو ووځئ.»

په ورته وخت کې، د امریکا سیاتل ښار فدرالي محکمې یوه قاضي چې د روان زېږدیز کال د مۍ میاشتې په (لومړۍ) نېټه یې په یوه حکم کې د ټرمپ له ادارې غوښتي وو، څو د همدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د هغو ۱۲ زره افغانانو د پناه غوښتنې قضیې نهایي او امریکا ته یې ولېږدوي، چې د جنورۍ میاشتې له ۲۰مې نېټې مخکې یې د سفر چارې نهایي شوې؛ یاد قاضي په یوه تازه حکم کې له خپلې مخکینۍ پرېکړې بېرته په شا شوی او د ټرمپ له ادارې یې غوښتي، چې امریکا ته د دغو کسانو له لېږدولو ډډه وکړي، چې دا چاره به تر ډېره د P-1 او P-2 غوښتونکو پر برخلیک منفي اغېز وکړي.

د استیناف محکمې دغه قاضي د وضاحت په ورکولو سره ویلي، چې متحده ایالتونو ته د راتلونکو افغانانو قضیې باید په غور سره وارزول شي او یوازې هغه کسان، چې معتبر اسناد لري، امریکا ته راشي. وایټ‌هډ زیاته کړې، چې له دې ډلې یوازې هغه ۱۶۰ پناه غوښتونکي، چې مخکې یې امریکا ته د سفر اجازه ترلاسه کړې وه، کولی شي سفر وکړي.

بل‌خوا بیا، د متحده ایالتونو سنا جرګې دوو غړو، زک نون او جیسون کرو په یوه لیک کې د دغه مجلس له رییس، د دواړو ګوندونو له غړو، ملي امنیت کمېټې او بهرنیو چارو له وزارت غوښتي، چې د راتلونکي ۲۰۲۶ مالي کال په بودجه کې د افغانانو لپاره ۲۰ زره ځانګړې (اس‌آی‌وي) وېزې په پام کې ونیسي. په دې لیک کې راغلي، چې د متحده ایالتونو ځانګړو وېزو لرونکو افغانانو، افغانستان کې د پوځي ماموریت پر مهال له امریکایي پوځیانو سره د پام وړ همکارۍ کړې او ټینګار یې کړی، چې د دې کسانو د امنیت او خونديتوب لپاره د ځانګړو وېزو د زیاتوالي ته اړتیا ده. د کانګرېس دغو دوو غړو په دې لیک کې لیکلي، چې د امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۲۱ له اګسټ وروسته، د افغان متحدینو د بیا مېشتېدو په برخه کې پراخ ګامونه اوچت کړي او د امریکا خلکو د دوی تر ټولو نږدې متحدینو ته په خپل څنګ کې ځای ورکړی، څو په امنیت کې ژوند وکړي.

امریکا متحده ایالتونو کې پخواني پوځي شان وان دایور په مشرۍ د افغان پناه غوښتونکو ملاتړي بنسټ «افغان ایواک» هم د کانګرېس د دغو دوو غړو د لیک هرکلی کړی او د سنا مجلس له ۱۰۶ غړو یې غوښتي، څو ژر تر ژره دغه لیک لاسلیک او افغان پناه غوښتونکو ته د راتلونکي ۲۰۲۶ کال په بودجه کې ۲۰ زره ځانګړې وېزې زیاتې کړي.

له دې سره هم‌مهاله، د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د پنجشنبې په ورځ (غویي ۲۵مه) په یوه خبري ناسته کې وویل، چې امریکا ته د ځانګړو وېزو لرونکو افغانانو پروګرام په منظم ډول دوام لري او زیاته یې کړه، چې امریکا خپلو ګټو ته په کتو، د افغانستان په اړه ګام اوچتوي. ټامي پیګوټ په دې اړه زیاته کړه: «د ځانګړو وېزو لرونکو مرکې په منظم ډول روانې دي، دا بهیر به دوام پیدا کړي.»

د تېرې اونۍ (دوشنبه، غویي ۲۲مه) د متحده ایالتونو کورني امنیت وزارت د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت یا Temporary Protected Status د پای‌ته رسېدو پرېکړه وکړه، چې د دې پرېکړې له مخې به، ۱۱ زره او ۷۰۰ افغانان چې دا مهال متحده ایالتونو کې مېشت دي، د ۶۰ ورځو په اوږدو کې له امریکا وایستل شي. د امریکا کورني امنیت وزارت اعتراف وکړ، چې دا مهال «افغانستان امن دی» او د هېچا سرته خطر نشته. د دوی دا اعتراف د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له هرکلي سره مخ شو؛ د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل د تېرې اونۍ (چهارشنبه، غویي ۲۴مه) له رسنیو سره خبرو کې وویل، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت دا پرېکړه، به حقیقت کې د افغانستان د امنیت ټینګښت، اقتصادي ودې او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګونو ښکارندویي کوي.

د شمېرو له مخې، دا مهال په بېلابېلو هېوادونو کې لسګونه زره افغانان متحده ایالتونو ته د پناه غوښتنې په تمه دي. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر د یوه اجراییوي فرمان پر بنسټ، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت اړوند د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږۍ دفتر (کې‌یر) وتاړه، شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوي دي. د افغان کډوالو لپاره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په تشکیل کې د بیا مېشتېدنې د همغږۍ دفتر، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د پخواني ولسمشر جوبایډن په حکم رامنځته شوی و، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ میاشتې تر ۱۹مې نېټې یې، ۱۱۸ زره افغان متحدین متحده ایالتونو ته لېږدولي دي.

خو د جنورۍ په ۲۰مه د ټرمپ اجراییوي فرمان ګڼ شمېر خواره واره افغانان له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ او ان تر دې چې ماشومان هم د دې فرمان له ناوړه پایلو اغېزمن شوي دي. د راپورونو پر بنسټ، دا مهال شاوخوا ۲۰ ماشومان، چې د تخلیې پر مهال له خپلو کورنیو جلا شوي وو، لا هم قطر کې بند پاتې او له نا معلوم برخلیک سره مخامخ دي. همداراز د دې پروسې په ځنډېدو سره، ۳۰ زره افغانان چې دا مهال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېږي او له پراخو ستونزو سره مخ دي، امریکا ته د تګ په تمه دي.

دا چې له یوې خوا افغان پناه غوښتونکو او په متحده ایالتونو کې مېشتو افغانانو ته هیلې ورکول کېږي او له بلې خوا د خبرداري پیغامونه ترلاسه کوي؛ پوښتنه دا ده، چې د امریکا دولت څه غواړي او ولې د افغانانو په اړه پرېګنده پرېکړه نشي کولی؟

لکه څنګه چې په مخکینو تحلیلونو کې مو هم ورته په لنډو کې اشاره درلوده، امریکا کې دوه ګوندونه چې یو یې جمهوري غوښتونکی او بل یې ډیموکراټان دي، دوی تر ډېره دوې متفاوتې لارې تعقیبوي. جمهوري غوښتونکي سخت‌دریځه دي، دوی هرڅه د ځان او خپلو خلکو لپاره غواړي، دوی تر ډېره د کډوالو ضد او اقتصاد محوره پالیسي مخته وړي، خو ډیموکراټان بیا تر ډېره نرمه پالیسي مخته بیایي، دوی په نړۍ کې د بشر حقونو ملاتړ کوي، ډیموکراسۍ ته د جمهوري غوښتونکو په پرتله زیات ژمن دي، د کډوالو منلو، بشري مرستو او چاپېریال ساتنې په اړه یې لیدلوی او سیاست مثبت دی او همدا لامل دی، چې په کانګرېس کې ډیموکراټان وخت ناوخته د افغان کډوالو په اړه مثبت دریځونه غوره کوي.

د ټرمپ اداره ځګه د افغان پناه غوښتونکو په اړه پرېګنده دریځ نشي نیولی، چې که دا کار وکړي، ښایي په کور د ننه د ډیموکراټانو او عامو امریکایانو له فشارونو سره مخ شي. ډیموکراټان چې نږدې ۵۰ سلنه د کانګرېس غړي تشکیلوي، کولی شي پر حکومت او اړونده ارګانونو فشار راوړي، څو د افغان پناه غوښتونکو په اړه پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي. کېدای شي د ټرمپ اداره هغه افغانان چې د تخلیې پر مهال له بېلابېلو لارو چارو په استفادې امریکا ته رسېدلي، را وباسي؛ خو هغه افغانان چې د «اس‌آی‌وي» ځانګړو وېزو شرایط یې پوره او یا هم په قانوني توګه امریکا ته لېږدول شوي، نه یوازې چې د متحده ایالتونو حکومت یې ایستلی نشي، بلکې د هغوی ملاتړ ته به هم دوام ورکوي.

هغه کسان چې لا تر اوسه امریکا ته نه دي لېږدول شوي او قضیې یې تر څېړنو لاندې دي، ښایي د دوی قضیې له سره وارزول شي او که د لېږد بهیر بېرته پیلېږي، د پخوا په پرتله به خورا ورو او له پوره ډاډ ترلاسه کولو وروسته به، کیس لرونکي متحده ایالتونو ته لېږدول کېږي. دا چاره کېدای شي هغو افغانانو ستونزې لا ژورې کړي، چې دا مهال په پاکستان، قطر، البانیا او نورو هېوادونو کې امریکا ته د بیا مېشتېدنې په تمه دي؛ ښایي کلونه کلونه وخت ونیسي، څو دوی امریکا ته ورسېږي.

وروستۍ او مهمه مسئله د امریکا او اسلامي امارت اړیکې دي؛ سره له دې چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې ناستې ولاړې کمې شوې، خو په غیر مستقیم ډول یعنې د قطر هېواد له لوري د اسلامي امارت او متحده ایالتونو ترمنځ تماسونه شته. که د ټرمپ اداره امریکا کې د مېشتو افغانانو او یا هم سیمې په هېوادونو کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ستونزه په اساسي ډول هواروي، په کار ده، چې له اسلامي امارت سره په همغږۍ دا چاره مخته یوسي. امریکا نشي کولی چې د سیمې په هېوادونو او امریکا کې مېشتو افغانانو په وسیله، پر اوسني حکومت فشار راوړي؛ ځکه دا کسان تر ډېره د دوی متحدین بلل کېږي او که دوی یې په اړه هر ډول پرېکړه هم وکړي، اسلامي امارت ته بې تفاوته ده، خو پر دې سربېره هم، اسلامي امارت په وار وار ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هېچا سرته خطر نشته او د امریکا ملي امنیت وزارت وروستیو څرګندونو هرکلي په اړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دریځ هم روښانه و، چې افغانان دې خپل هېواد ته راستانه او له هر ډول وېرې پرته دې په عزت او سربلندۍ سره ژوند ته دوام ورکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد