د ایران شمال ختیځ کې د بند پاتې څه باندې ۲ زره افغانانو ژغورل کېدل

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د غیر قانوني کډوالۍ په لړ کې د تایباد عمومي محکمه وايي، ۲ زره او ۱۰۶ غیر قانوني افغانان، چې د سختې واورې وریدو له امله د ایران په شمال‌‌ختیځ کې بند پاتې وو، د هغه ځای مېشتو ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.

د حجت صدیقي په وینا، دا خلک په سختو تیرېدونکو ځایونو کې د ایران خاورې ته له ننوتلو مخکې پیژندل شوي وو.

نوموړي زیاته کړې، د سړو له امله ناروغ شوي کسان روغتیايي مرکزونو ته لیږدول شوي او له درملنې وروسته د قانونی پړاونو له تیریدو وروسته افغاني چارواکو ته سپارل شوي دي.

د کډوالو برخې فعالان د ایران پولو کې ورستیو پیښو ته په اشارې ټینګار کوي، چې په زور له هېواده د وتلو د مخنیوي لپاره باید دولت د امنیت په ټینګښت، د کاري زمینو رامنځته کولو، د اساسي خدمتونو ښه کولو، د ښاري حقونو تضمین او د اقتصادي او ټولنیزو اغیزناکو تدابیرو پر پلي کولو تمرکز وکړي.

د کډوالو حقونو فعال علي رضا کریمي وایي:«دا پېښه یو ځل بیا د غیرقانوني کډوالۍ او نا امنیو جدي ګواښونه څرګندوي. د دې لپاره چې خلک په زور له هېواده وتلو ته اړ نه شي او غیرقانوني کډوالۍ ته لیوالتیا کمه شي، افغانستان اړتیا لري چې دایمي امنیت رامنځته کړي، کاري فرصتونه برابر کړي، بنسټیز خدمات ښه کړي، د وګړو حقوق تضمین کړي او اقتصادي او ټولنیز تدابیر ومني.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د هرات په کهسان ولسوالۍ کې د سختو سړو له امله درې افغان کډوالو ایران ته د غیر قانوني کډوالۍ په لار کې ژوند له لاسه ورکړی وو.

د یادونې ده چې په دغه سیمه کې یو شپون هم د سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *