آفاق خبري آژانس؛ کابل: پاکستان یو ځل بیا د افغان کډوالو نیولو لړۍ چټکه کړې ده. دغه هېواد کې یو شمېر افغان کډوال وایي، چې پاکستاني پولیسو وروستیو ورځو کې په بېلابېلو ښارونو، په ځانګړي ډول اسلامآباد، کراچۍ، کوېټه او لاهور کې افغان کډوال نیولي او کمپونو ته یې لېږدولي دي. د دوی په خبره، په نیول شویو کسانو که نه یوازې نارینه، بلکې ښځې او ماشومان هم شامل دي او کورنیو ته هم خبرداری ورکړل شوی، چې پاکستان کې د پاتې کېدو کم وخت لري.
پاکستان کې مېشت افغان کډوال ملک مجاهد خان شینواری په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «پاکستاني پولیسو له پنجاب نیولې تر کوېټې او کراچۍ د افغان کډوالو نیول پیل کړي دي. په دې بهیر کې نه یوازې نارینه، بلکې مېرمنې او ماشومان هم نیول کېږي. همداراز د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې کډوالو ته خبر ورکول کېږي، چې فقط یوه ورځ وخت لري او له دې پرته به د سپټمبر په لومړۍ نېټه د دوی پر وړاندې پراخ عملیات پیل شي.»
د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان وایي، چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو را ایستلو، افغانستان کې بشري وضعیت لا پېچلی کړی او په خبره یې، دا چاره د نړۍوالو قوانینو او انساني اصولو خلاف عمل دی. د دوی په باور، نړۍوالو بنسټونو ته په کار ده، چې د افغان کډوالو ملاتړ په پار بېړنی اقدام وکړي.
د کډوالو حقونو فعال گلا خان بهادري بیا د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په پار پر عملي طرحه ټینګار کوي او زیاتوي: «د اسلامي امارت مسوولین باید یوه روښانه او عملي طرحه ولري، چې د هغې له مخې ټول خدمتونه او امکانات په ګټوره او هدفمنده توګه وکارول شي. همداراز د مسوولینو او خدمتونو وړاندې کوونکو ترمنځ نږدې همکاري شتون ولري او په پوره همغږۍ سره مخته لاړ شي.»
د کډوالو حقونو بل فعال جمعه خان پویا بیا په دې اړه داسې وایي: «د هېوادونو له لوري د کډوالو حقونو او بشري مسایلو پر ځای سیاسي ګټو ته لومړیتوب او همداراز د نړۍوالو بنسټونو د بودجې کمښت، ښایي له پاکستان او ایران را ایستل کېدونکي افغان کډوال له لا زیاتو ستونزو سره مخ کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ماشومانو ژغورنې صندوق د کډوالۍ نړۍوال سازمان د شمېرو پر بنسټ اعلان وکړ، چې وروستیو څلورو کلونو کې له پاکستان او ایران شاوخوا ۸۰۰ زره ماشومان راستانه شوي دي. د دغه بنسټ په خبره، په هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم افغانستان ته راستون شوی دی. یاد بنسټ همداراز خبرداری ورکړی، چې د هېواد نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.