آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغان متحدینو ملاتړ په پار د امریکا استازو جرګې دوو غړو په یوه تازه اقدام کې، د دغه هېواد کانګرس ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانیو افغان همکارانو د ملاتړ په موخه یوه طرحه وړاندې کړې، چې له مخې به یې د زرګونه هغو کسانو لپاره د دایمي استوګنې زمینه برابره شي، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په بېړنۍ توګه متحده ایالتونو ته لېږدول شوي دي.
د دې طرحې له مخې به هغه افغانان چې دا مهال په امریکا کې د لنډمهاله ساتنې بشري وضعیت کې ژوند کوي، له امنیتي پړاوونو تر تېرېدو وروسته کولی شي، متحده ایالتونو کې د دایمي استوګنې لپاره اقدام وکړي. دا لایحه د هغو افغانانو لپاره د ژمنې پوره کولو هڅه بلل شوې، چې د تېرو دوو لسیزو پر مهال یې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.
د استازو جرګې د دغو غړو له لوري د وړاندې شوې طرحې په یوه برخه راغلي: «جیسون کرو ماریانت میلر- میکس د افغانانو وضعیت د تعدیل قانون تر نامه لاندې کانګرس ته طرحه وړاندې کړه. دا قانون د زرګونه هغو افغانانو لپاره متحده ایالتونو کې د دایمي استوګنې زمینه برابروي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، په بېړنۍ توګه امریکا ته لېږدول شوي دي. د دې طرحې د ګټو پر بنسټ، هغه افغانان چې متحده ایالتونو کې د لنډمهاله ساتنې بشري وضعیت کې ژوند کوي، د امنیتي څېړنو تر پړاوونو وروسته، کولی شي د دایمي استوګنې لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي.»
په ورته وخت کې د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې لوپوړوې غړې جین شاهین په یوه لیک کې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو غوښتي، څو د افغانانو په ګډون د هغو ۵۰۰ کډوالو برخلیک روښانه کړي، چې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ میاشت کې پاناما او کاستاریکا ته لېږدول شوي دي. مېرمن شاهین د دغو کډوالو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې.
جین شاهین په دې لیک کې زیاته کړې: «د امریکا دولت د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ میاشت کې نږدې ۵۰۰ کډوال، چې د پناه غوښتنه یې کړې وه، پاناما او کاستاریکا ته وایستل. دا کډوال له بېلابېلو هېوادونو، لکه افغانستان، چین، کنګو، کرجستان، ایران، روسیې، ازبکستان او یمن راغلي وو. که څه هم د دوی له منځه ځینې کسان خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه شوي، خو لسګونه نور لا هم په پاناما او کاستاریکا کې پاتې او له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.»
په ورته وخت کې د کډوالو حقونو فعال علي رضا کریمي د دې طرحې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «دا قانون کولی شي له زیان منونکو افغانانو سره مرسته وکړي، څو په امریکا کې دایمي استوګنه ترلاسه او د ایستلو له ګواښه وژغورل شي. په دې سره د دې قانون تصویب آسانه نه دی، ځګه ډېری امریکایي سیاستوال له کډوالو سره مخالفت لري او د دې چارې قانوني او امنیتي بهیر هم خورا پېچلی دی.»
د کډوالو حقونو بل فعال جمعهخان پویا بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «دا چې په ډېریو هېوادونو، له هغې ډلې امریکا کې هم د کډوالو ضد لیدلوری د رامنځته کېدو په حال کې دی، د امریکا په کانګرس کې د افغان کډوالو په اړه چمتو شوې لایحه ښایي له ننګونو او ستونزو سره مخامخ شي. خو له نیکهمرغه امریکا حقوقي بنسټونه، په ځانګړي ډول د بشري حقونو د دفاع بنسټونه کافي ځواک او خپلواکي لري او په همدې توګه هیلهمندي شته چې دا لایحه د کانګرس غړو پام ځانته جلب کړي.»
د نړۍوالو چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې د امریکا کانګرس دا اقدام کولی شي، د واشنګټن د سیاسي او اخلاقي ژمنو یوه برخه واوسي. دوی ټینګار کوي، چې د دې لایحې له مخې به نه یوازې د زرګونه افغانانو ملاتړ زمینه برابره شي، بلکې د امریکا لپاره هم یو غوره ګام دی، څو د نړۍوال مسوولیت منلو په برخه کې خپل مثبت تصویر وړاندې کړي.
خو پوښتنه دا ده، چې دا طرحه تر کومه بریده کولی شي امریکا کې د ایستلو له ګواښ سره مخامخ افغانان وژغوري او د تصویب پر وړاندې یې کومې سیاسي او حقوقي ننګونې پرتې دي؟
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شېرزی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د امریکا په کانګرس کې د افغان کډوالو منلو پّ اړه نوې پرېکړه، کېدای شي دغه هېواد کې د افغان کډوالو په اړه یوه منظمه تګلاره وي. امریکا کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې افغان کډوال ژوند کوي او د بشري حقونو بنسټونو پراخ ملاتړ له ځان سره لري، په دې توګه ښایي د دې لایحې د تصویب پر وړاندې قانوني خنډ شتون ونه لري.»
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، د دوی ډېری افغان متحدین بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول، چې زیات شمېر یې د تېرو نږدې څلورو کلونو په موده کې د بشري پروګرامونو له لارې متحده ایالتونو ته ولېږدول شول، خو واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته، د افغانانو د لېږد پروسه وځنډول شول او دا مهال زرګونه افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.