ټولګټو چارو وزارت وایي، چې د “ترستکو میدلایست” تر نامه لاندې یوه آلمانی شرکت په افغانستان کې د سړکونو رغونې په برخه کې د ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونې ته ليوالتیا ښودلې ده.
د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، چې د یا شرکت مسوول پرون (چهارشنبه، کب ۲۲مه) د دغه وزارت له سرپرست محمد عیسی ثاني سره لیدنه کې دا څرګندونې کړې دي.
په یاده لیدنه کې د ترستکو میدلایست شرکت مسوول ویلي: «موږ غواړو په افغانستان کې د سړکونو د جوړولو په برخه کې د کانونو په بدل کې د ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړو او لیواله یو چې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سره په ګډه کار وکړو.»
د ښاغلي حقشناس په وینا، په دې ناسته کې د ټولګټو چارو وزارت سرپرست د پانګونې په برخه کې د یاد شرکت د مسوولینو لېوالتیا ستایلې او زیاته کړې یې ده، چې دامهال په افغانستان کې تر بل هر وخت امنيت ښه شوی او په بېلا بېلو برخو، په ځانګړې توګه د سړکونو په برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې بشپړه زمينه برابره ده.
په دې لیدنه کې محمد عیسي ثاني ویلي، هڅه کوي چې د غور – هرات او بادغیس – فاریاب سړکونه، چې تمه وه د یاد وزارت له لوري ورغول شي، د اسلامي امارت له رهبرۍ سره تر سلا مشورې او منظورۍ وروسته به یې، د جوړولو تړون له یاد شرکت سره لاسلیک کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې يو شمېر نورو بهرنیو پانګهوالو هم د هيواد د سړکونو او اوسپنيزې کرښې په برخه کې پانګونې ته ليوالتيا ښودلې وه.