آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې تېر ۱۴۰۳ کال کې د کرنې په سکتور کې څه د پاسه ۵۵ کورنیو او بهرنیو بنسټونو له دغه وزارت سره مرسته کړې ده.
د دغه وزارت ویاند محمد کاظم شهامت زیاتوي، چې دا مرستې د اوبو لګولو، مالدارۍ، بڼوالۍ، طبیعي سرچینو، سبزیجاتو او غلهجاتو په برخو کې شوې دي.
غلام محمد کاظم شهامت په دې اړه آفاق خبري آژآنس ته وویل: «په ۱۴۰۳ لمریز کال کې، په افغانستان کې له ۵۰ څخه زیاتو کورنیو او بهرنیو ادارو له موږ سره د کرنې په برخه کې همکاري کړې ده. دا همکارۍ د اوبو لګولو، مالدارۍ، باغدارۍ، طبیعي سرچینو، سبزیجاتو، غلو او دانو په برخو کې وې.»
له دې سره سم، د چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې په د کرنې په سکتور کې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو مرستې کولی شي، د زېربناوو، تولید زیاتوالي او د کروندګرو وړتیاوو د لوړېدو لامل شي.
د دوی په خبره، دا مرستې کولی شي تازه کاري فرصتونه برابر او د کلیوالو اقتصادي وضعیت وسره ښه شي.
د اقتصادي چارو شنونکي محمد نبي افغان آفاق سره خبرو کې وویل: «په افغانستان کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونه او په کرنه تمرکز کولی شي د افغانستان په ناخالص کورني تولید مثبت اغیز ولري، او همدارنګه د کلیوالي سمیو کې کار رامنځته کړي، واردات کم کړي، او زموږ د خپلې کرنې له لارې کورني تقاضا پوره کړي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی سیر قریشي په دې اړه وایي: « په دې سکتورونو کې، اړینه ده چې هغه وسایل او ماشینونه وکارول شي چې نړۍ یې کاروي په افغانستان کې هم وکارول شي، موږ باید تخصصي روزنه ولرو، ځوانان بهر ته واستوو، او پوه شو چې زموږ اړتیاوې څه دي.»
وروستیو کلونو کې، د افغانستان د کرنې سکتور د اوبو سرچینو کمښت او کرنیزو محصولاتو تولید په برخه کې له ننګونو سره مخ دی. په اوسنیو شرایطو کې د کرنې له وزارت سره د کورنیو او بهرنیو بنسټونو مرستې کولی شي د دغه سکتور پیاوړتیا او د تولیداتو زیاتوالي په برخو کې مهم رول ولري.