کرنې وزارت او نړۍوالو سازمانونو افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت په اړه ناسته کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د لوړپوړو چارواکو او د پرمختیایي ادارو اړوندو استازو له ډلې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې، له جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې ادارې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازو ترمنځ تخنیکي ناسته شوې ده.

په دې ناسته کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د بدیل معیشت پروژو، چې د تېرو درېیو کلونو پر مهال عملي شوې دي، ارزونه شوې ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د دوامداره معیشت د تامین په پار د یادو ادارو هڅې ستایلې او د افغانستان د کرنې د پراختیا لپاره یې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

د کرنې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، څو په هغو ولایتونو کې، چې پخوا پکې کوکنار کرل کېدل، د بدیل معیشت پروژې پلي او خلکو ته دوامداره اقتصادي فرصتونه برابر شي.

وروسته له هغه چې د اسلامي امارت مشر په ټول هېواد کې د کوکنارو پر کښت، قاچاق، پلور او تولید بنډیز ولګېد، کورني او نړۍوال بنسټونه تر ډېره هڅه کوي، چې کروندګرو ته بدیل معیشت زمینه برابره کړي، هغه څه چې کروندګرو یې په ځلونو له مسوولینو غوښتنه کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد