کابل کې د افغان روغتیایي درملو نندارتون؛ موخه یې د پانګونې فرصتونو جذب دی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: له پاکستانه د درملو وارداتو له بندیدو او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د ښه والي لپاره د کابل له هڅو وروسته تیره ورځ د درملو د څلویښتو ایراني شرکتونو په حضور سره په کابل کې د دریو ورځو لپاره د افغان روغتیايي درملو نندارتون پرانیستل شو.

مسوولین وایي، دا نندارتونن د افغان روغتیایي محصولاتو د معرفي یا پیژندنې او په دې برخه کې د پانګونې د فرصتونو د جذب په موخه ترسره شوی دی.

د اقتصادي چارو شنونکی د داسې نندارتونونو جوړول له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو اغیزناک ګام ګڼي او وايي چې دا ډول اقدام د افغانستان لپاره مهم دی ترڅو د یو ښه سوداګریز هېواد په توګه وپیژندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته، د هند او ایران په څېر هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړې شوې دي او افغانستان د خپلې سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *