آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سیمې په کچه د همکاریو پراختیا په موخه د دوامداره هڅو په دوام، کابل نن د پاکستان او ازبکستان د لوړپوړو پلاوو په مشرۍ د دوهاړخیزو او درېاړخیزو ناستو کوربه دی. د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ناستې د سیاسي همکاري، اقتصادي ودې او د سیمې ثبات ټینګښت په موخه ترسره کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبره، په دې پلاوي کې د ازبکستان د ترانسپورت او همداراز د پاکستان د رېلپټلۍ وزیران هم شامل دي او تمه ده په ارګ کې د درې واړو هیوادونو تر منځ د ټرانس افغان لویې پروژې د امکان سنجۍ د مطالعاتو پروژه لاسلیک شي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل زیاتوي: «یاد لوړپوړي پلاوي به لومړی د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په کوربه توب د سیاسي مشاورت درې اړخیزه ناسته تر سره کوي. به دې ناسته کې د درې واړو هیوادونو تر منځ په سیاسي تفاهم، ډیالوګ او د ستونزو د حل لپاره په اساسي مسائلو خبرې کېږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت لخوا د سیاسي مشاورت، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز ثبات په اړه خپل نظر وړاندې کوي. له هغې وروسته به په ارګ کې د درې واړو هیوادونو تر منځ د ټرانس افغان لویې پروژې د امکان سنجۍ د مطالعاتو پروژه لاسلیک کېږي. دا پروژه به د افغانستان له خوا د فواید عامې ښاغلی وزیر، د ازبکستان لخوا د ټرانسپورټ ښاغلی وزیر او د پاکستان لخوا د رېل پټلۍ ښاغلی وزیر لاسلیک کوي.»
له دې سره هممهاله د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاقډار به نن د چنګاښ ۲۶مه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان، افغانستان او پاکستان رېلپټلۍ «ټرانس افغان» لویې پروژې د امکان سنجۍ د مطالعاتو پروژې لاسلیک په موخه کابل ته سفر وکړي.
اسحاقډار به د دې سفر په لړ کې په درېاړخیزه غونډه کې د ګډون ترڅنګ، د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو، په ځانګړي ډول رییس الوزرا او بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره د سیمهییزو همکاریو، دوه اړخیزو اړیکو او روانو تحولاتو په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: «د لومړي وزیر مرستیال، بهرنیو چارو وزیر او سناتور محمد اسحاقډار به نن پنجشنبه د ۲۰۲۵ کال د جولای میاشتې په ۱۷مه نېټه په یوه ورځني سفر کابل ته لاړ شي؛ څو د ازبکستان، افغانستان او پاکستان رېلپټلۍ پروژې د امکان سنجۍ او مطالعاتو پروژه لاسلیک کړي. په دې سفر کې له هغه سره د پاکستان رېلپټلۍ وزیر، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی او د رېلپټلۍ وزارت عمومي منشي ملتیا کوي.»
کابل ته د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر له سفر سره هممهاله، یوه ډیپلوماټیکه سرچینه آفاق خبري آژانس ته تاییدوي، چې تمه ده نږدې راتلونکي کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي اسلامآباد ته سفر وکړي. د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري اسلامآباد ته د ښاغلي متقي سفر په اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «پاکستان ته د امیر خان متقي راتلونکی سفر د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو ښهوالي لپاره غوره ګام دی، په ځانګړي ډول دا چې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښهوالي نښېنښانې هم لیدل شوې دي. له دې ډلې کولی شو پاکستان کې د اسلامي امارت سفیر منلو او همداراز کابل ته د سفیر لېږلو ته اشاره وکړو. په دې توګه زما په اند، د دواړو هېوادونو ترمنځ اساسي ستونزې لا هم پر ځای دي، دا ستونزې د افغانستان له اړخه نه، بلکې د پاکستان له اړخه سرچینه اخلي. د پاکستان اقتصادي ستونزې، نا امني او بېثباتي، هغه خنډونه دي، چې لا تر اوسه نه دي حل شوي او داسې ښکاري، چې دا ستونزې به راتلونکي هم پر ځای وي.»
د ویلو ده، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېلپټلۍ پروژه، ازبکستان د افغانستان له لارې د پاکستان له بندرونو سره نښلوي. تمه ده د دې مسیر له لارې د مرکزي آسیا هېوادونه د پاکستان بندرونو ته په اسانۍ سره لاسرسي پیدا او دا پروژه به د سیمې سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې مهم رول ولوبوي.