آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وایي، چې د روان زېږدیز کال په لومړیو اوو میاشتو کې د افغانستان او چین ترمنځ سوداګري ۵۴۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. ښاغلی جواد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې په دې موده کې د ۱۴میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او د ۵۲۷ میلونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي. د ښاغلي جواد په خبره، چین ته په صادراتي توکو کې ځنغوزي، وچ زردالو، قمیتي او نیمه قیمتي ډبرې شامل دي او په وارداتي توکو بیا کتان، لمریزې شمسۍ، الکترونیکي وسایل او بېلابېل مبایلونه شامل دي.
آخندزاده عبدالسلام جواد چین سره د راکړې ورکړې په اړه زیاتوي: «د روان میلادي کال په لومړیو اوو میاشتو کې چین سره راکړه ورکړه ۵۴۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده، چې له دې ډلې ۱۴ میلیونه ډالر صادرات او ۵۲۷ میلیونه واردات دي. په صادراتي توکو کې ځنغوزي، وچ زردالو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې شامل دي او په وارداتو کې تر ډېره کتاب، لمریزې شمسۍ، الکترونیکي وسایل او بېلابېل مبایلونه شامل دي.»
د کابل او بېجېنګ ترمنځ د راکړې ورکړې له زیاتېدو سره سم، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي چین سره سوداګرۍ د هېواد د اقتصادي ودې لپاره غوره فرصت بولي. د دوی په باور، چین د لوړې تقاضا او پراخ بازار په لرلو سره، د افغانستان صادراتي توکو لپاره یو غوره بازار دی.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډهوال آفاق خبري آژانس سره خبرو د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په اړه وایي: «افغانستان توانېدلی چین سره ښې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې جوړې کړي. څنګه چې په تېرو میاشتو کې ثابته شوه، که دا مسیر په همدې بڼه پراختیا ومومي او دواړه خواوې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، له شک پرته نږدې راتلونکي کې به د سوداګرۍ کچه میلیاردونو ډالرو ته لوړه شي.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «چین نړۍ کې یو ستر اقتصادي ځواک دی او په اوسنیو شرایطو کې، ډېری هېوادونه د دغه هېواد پر اقتصاد تړلي دي. د افغانستان لپاره چین سره د دوامداره اړیکو جوړول یو هم فرصت دی، موږ کولی شو له دې فرصته په بېلابېلو برخو کې ګټه پورته کړو او د اقتصادي همکاریو زمینه پراخه کړو.»
وروستیو څلورو کلونو کې د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې د هرې ورځې په تېرېدو سره د پراختیا په حال کې دي او تېرو اوو میاشتو کې د ۵۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ثبات او باور ښکارندویي کوي. اسلامي امارت هڅه کوي د بومي محصولاتو، په ځانګړي ډول ځنغوزیو او قیمتي ډبرو په صادرولو سره، ملي اقتصاد فعال وساتي او پر وارداتو تکیه را کمه کړي.
								