آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د «خپلواکو زونونو نړۍوال سازمان» د مسوولینو په رسمي بلنه، د دغه سازمان په یوولسم کانګرس کې د ګډون په موخه چین ته لاړ. د دغه وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وایي، چې دا کانکریس به د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې تر ۱۲مې نېټې پورې د چین په هاینان ولایت کې د «نړېوالې ودې، سوداګرۍ او دوامدار نوښت دروازې» تر نامه لاندې جوړ شي. د دې ناستې اصلي محور د اقتصادي همکاریو پراختیا په برخه کې د خپلواکو زونونو رول، د تجربو شریکول او د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا بلل شوې ده.
آخندزاده عبدالسلام جواد آفاق خبري آژانس ته په یوه غږیز پیغام کې د دې سفر په اړه وایي: «دغه کانګرس چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې تر ۱۲مې نېټې پورې د چین په هاینان ولایت کې ترسره کېږي، د «نړېوالې ودې، سوداګرۍ او دوامدار نوښت دروازې» تر عنوان لاندې به د ازادو زونونو رول، د همکاریو پراختیا، د تجربو شریکول او د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا وڅېړي.»
له دې سره هممهاله د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دا ډول نړۍوالو غونډو کې د اسلامي امارت د چارواکو حضور د افغانستان په ګټه بولي او ټینګار کوي، چې دا ډول تعاملات کولی شي، د اقتصادي همکاریو پراختیا، بهرنۍ پانګونې جذب او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا لامل شي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالهادي فرهنگ آفاق خبري آژانس سره دا سفر د پانګونې جلبولو لپاره ښه فرصت بولي او زیاتوي: «دا کنفرانس کولی شي په افغانستان کې د پانګونې د جلب ښه زمینه برابره کړي. څومره چې موږ خپلې اړیکې له چین سره نږدې کړو، په همغه کچه به د افغانستان د ولس په ګټه وي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عیسی مبارز بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د اسلامي امارت چارواکي باید په دې ډول غونډو کې د خپل هېواد او نورو هېوادونو ستونزې او لاسته راوړنې سره پرتله کړي، تر څو د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټورې لارې ومومي.»
د ویلو ده، چې تر دې وړاندې په دا ډول غونډو کې د اسلامي امارت د چارواکو په ګډون سره، د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې او پانګونې کچه لوړه شوې او همداراز د اقتصادي همکاریو پراختیا په برخه کې یو لړ مهمې هوکړې شوې دي.
