آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صادراتو کمښت او پر وارداتو تکیه، هغه ننګونه ده چې افغانستان له کلونو راهیسې ورسره لاس او ګرېوان دی. په کور د ننه د تولیدي کارخونو نشتون او د طبیعي زېرمو د استخراج لپاره د کافي امکاناتو نشتون هغه لاملونه دي، چې افغانستان تر ډېره د صادراتو پر ځای پر وارداتو تکیه وکړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رسمي شمېرو له مخې، تېر ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د صادراتو او وارداتو کچه ۱۲ میلیارده او ۴۲۲ میلیون ډالرو ته رسېده، چې له دې ډلې ۱.۸۰۳ میلیارده ډالر یې صادرات او شاوخوا لس نیم میلیارده ډالر واردات دي.
دا چې افغانستان تر ډېره له نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ګاونډیو توکي را واردوي، دې چارې نه یوازې د افغانانو پر اقتصاد یې منفي اغېز کړی، بلکې ډېری مهال ځینو هېوادونو دا چاره د افغانستان پر وړاندې د فشار آلې په توګه هم کارولې ده، چې ښه بېلګه یې هم د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل کېدل او په تازه مورد کې هم د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د زیاتېدو په ترڅ کې د واګه بندر تړل کېدل بللی شو، چې له امله یې افغان سوداګرو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي او د شمېر له مخې، شاوخوا دوه زره کانټینره یوازې په کراچۍ بندر کې بند پاتې او افغانستان ته د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.
وروستیو کې ځینو قرغېزي رسنیو راپور ورکړی، چې د روان زېږدیز کال په لومړیو دوو میاشتو کې قرغېزستان افغانستان ته د ۱۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت نفتي توکي صادر کړي، چې کچه ۲۴.۹ میلیونه لېټرو ته رسېږي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد هم مني، چې افغانستان تېر کال له قرغېزستان سره د ۶۶ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې، چې له دې ډلې د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او ۵۹ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
د چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي چې اسلامي امارت باید د تېلو استخراج په برخه کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې را جلب کړي. د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل: «که د اقتصادي ودې لپاره په کور د ننه د تېلو استخراج پیل شي، له شک پرته چې د هېواد اقتصاد به ورسره وده وکړي. همداراز د دولت عواید به ورسره زیات او خلکو ته به کاري زمینې برابرې شي.» د اقتصادي چارو بل شنونکی عیسی مبارز بیا په دې اړه زیاته کړه: «موږ خپلې طبیعي زېرمې لرو، که د استخراج لپاره یې کار وکړو، د هېواد پر اقتصاد به ښه اغېز ولري، که موږ ماشینري، تخصص، کاري ځواک او د پروسس ټول وسایل ولرو، لرې نه ده چې ژر به په دې برخه کې پر ځان بسیا شو.»
دا چې افغانستان ولې د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله په اقتصادي ډګر کې تر ډېره په وارداتو تکیه کړې؛ یو مهم لامل یې د تېرو پنځو لسیزې ناخوالې ګڼلی شو. د دې ترڅنګ د افغانستان ګاونډیو او نړۍوالو هم تل هڅه کړې، چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي او تېرو جګړو پر مهال یې هڅه کړې، چې ان د افغانستان بنسټیز تاسیسات او کارخونې له منځه یوسي، چې تر ډېره بریده بریالي شوي هم دي. بله مسئله دا چې د ناټو شل کلن حضور پر مهال هم د لوېدیځوالو هڅه دا وه، چې افغانستان تر ډېره په لنډمهاله مرستو او عادي پروژو تېر باسي، دوی د خپل حضور پر مهال هېڅ داسې بنسټیزه پروژه پلي نه کړه، چې په اوږدمهال کې یې افغانستان ته ګټه ورسېږي.
اوس چې اسلامي امارت د دویم ځل لپاره واک ته رسېدلی او په هېواد کې د جګړې ټغر ټول شوی، تر ډېره هڅه دا ده چې افغانستان په اقتصادي برخه کې په خپلو پښو ودرېږي. د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ګڼو بنسټیزو پروژو، لکه د قوشتېپې کانال، ټاپي ګازو نللیکه او کاسا زر برښنا پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هیلهمندي دا ده، چې د دې پروژو په بشپړېدو سره به د فغانستان د صادراتو کچه لوړه او پر وارداتو به تکیه را کمه شي. د دې ترڅنګ اسلامي امارت د هېواد د یو شمېر طبیعي زېرمو د استخراج هم پیل کړی، چې له هغې ډلې د جوزجان قشقري بلاک یې تر ټولو ښه بېلګه بللی شو، چې د چارو او استخراج په پراختیا سره به یې افغانستان تر ډېره د تېلو او نورو اوبلنو توکو په برخه کې پر ځان بسیا شي.