آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اوربند له ټینګښت وروسته، لا هم دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې لارې بندې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وایي چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې پنځه واړه سوداګریزې لارې بندې دي او ډیری سوداګریز توګي له خرابیدو د مخنیوي لپاره بیرته ښارونو ته لیږدول شوي دي.
ښاغلی الکوزی آفاق خبري آژانس ته وایي چې د دغو لارو د پرانیستلو لپاره هیڅ نښه نښانه نشته او دمګړۍ د بارولو لړۍ هم بنده ده. د ښاغلي الکوزي په خبره: «لاره بنده ده او د پرانستلو یې هېڅ ډول امکانات نشته. په پوله کې بند پاتې ټول هغه توکي، چې د خرابېدو امکان یې و، بېرته ښارونو ته لېږدول شوي او دا مهال د لاریو بارولو بهیر په ټپه درېدلی دی.»
په ورته مهال، یو شمېر پاکستاني رسنیو د یاد هېواد د چارواکو له قوله رپوټ ورکړی چې د کراچۍ له بندر څخه د افغانستان د سوداګریزو او ټرانزیټي توکو لیږد رالیږد بند شوی او د کراچۍ بندر ټولو ترمینلونو ته لارښونه شوې چې افغانستان ته لیږدونکي ټرانزیټي کانټینرونه تش کړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور په یوه برخه کې راغلي: «ټولو ترمینلونو ته امر شوی چې په لاریو کې بار شوي کانټینرونه تش کړي، په داسې حال کې چې د کراچۍ او قاسم بندرونو هم د تصفیې عملیات ځنډولي دي.»
د اقتصادي چارو شنونکی محمد طاووس فرزاد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «په افغانستان کې پر سوداګرو او کاروباریانو فشار راوړل شوی، د هغوی سوداګریز فعالیتونه درېدلي او د افغانستان د صادراتي او وارداتي مالونو لپاره ډېرې ستونزې پیدا شوې دي. پاکستان ته زموږ پیغام دا دی چې له منفي اقداماتو ډډه وکړي، ځکه د دواړو هېوادونو تر منځ د صادراتو او وارداتو د اړیکو پرېکېدل د دواړو اړخونو په زیان تمامېږي.»
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې د سوداګریزو لارو بند پاتې کېدل د هیڅ هېواد په ګټه نه دي او ټینګار کوي چې پاکستان نه باید سوداګریز مسایل له سیاست سره وتړي. د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالظهور مدبر بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د دغو راکړو ورکړو پرېګون کولی شي هم د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز ولري او هم د پاکستان پر اقتصاد. زموږ تمه دا ده چې دواړه لوري د اوسني وضعیت په درک کولو سره، دا سیاسي ستونزه ژر تر ژره د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي، څو اقتصادي او بشري وضعیت لا پېچلی نشي.»
دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ شاوخوا دوه زره کانټینرونو تګ راتګ کاوه او دمګړۍ په بشپړه توګه بند دي. د توکو لوړې تعرفې او د بندرونو د پرانیستلو نا څرګندې مودې افغان سوداګرو ته درانه زیانونه اړولي او د سوداګرۍ بهیر یې له جدي بحران سره مخ کړی دي.
