آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظری، پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، وايي چې ځینې هېوادونه بشري مرستې د خپلو سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د وسیلې په توګه کاروي. ښاغلی نظری آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي چې یادې مرستې باید له هر ډول سیاسي موخو لرې وساتل شي او د بشري اصولو، بېطرفۍ او اړتيا له مخې دوام ومومي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې اړه زیاتوي: «په ورته وخت کې، یان اګلند، د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي وایي چې امریکا متحده ایالاتو تېر کال د افغانستان ۴۵ سلنه بشري مرستې برابرولې، خو روان کال یې دغه مرستې په بې څاري ډول راکمې کړي دي »
یان اګلند زیاته کړه چې د ناروې د کډوالو شورا او ګڼ شمېر نورې بشري مرستندویه ادارې اوس دې ته اړ شوې دي چې څه ډول دا پرېکړه وکړي چې چا ته او په کومو سیمو کې مرستې ورسوي. ښاغلي اګلند د خبرو یوه برخه کې زیاته کړې: «د ناروې د کډوالو شورا او ګڼ شمېر نورې بشري مرستندویه ادارې اوس دې ته اړ شوې دي چې څه ډول دا پرېکړه وکړي چې چا ته او په کومو سیمو کې مرستې ورسوي.»
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود په دې اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «اقتصادي شرایطو، د سرچینو کموالي او په هېواد کې د بېکارۍ د لوړې کچې په نظر کې نیولو سره، نړیوالې بشري مرستې لا هم د خلکو لپاره، په ځانګړي ډول د روغتیا، ښوونې، معیشت، او د طبیعي پېښو او کډوالۍ له امله زیانمنو شوو سره د مرستو په برخو کې، له اساسي اړتیاوو څخه شمېرل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بیا واکمنیدو ورسته، د افغانستان په ګدون له ۱۴ هېوادونو سره بشري مرستې بندې کړې. تر دې وړاندې هم د امریکا د استازو جرګې غړي، ټيم بورچيت، د روان میلادي کال د جون په ۲۳مه نېټه اعلان کړی و چې د امریکا استازو جرګې یوه لایحه تصویب کړې چې موخه یې د اسلامي امارت د امریکا مالي منابعو ته د لاسرسي مخنیوی او پلټنه ده