آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر وروستیو ترینګلتیاوو او د څه باندې ۴۰ ورځو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندرونو له تړل پاتې کېدو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې له ستونزو سره سره د افغانستان سوداګرۍ ته جدي زیان نه دی رسیدلی او له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره له بدیلو لارو ګټه پورته شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال یونس مهمند، منځنۍ او سویلي آسیا سره د نښلولو لپاره د افغانستان لاره خوندي، ارزانه او نږدې لاره ګڼي او د افغانستان له لارې د پاکستان ټرانزیټ ته په اشارې سره وايي چې د تازه میوې او سبزیو د موسم له را رسېدو سره به د پاکستان سوداګرۍ زیانمنه شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال یونس مهمند آفاق خبري آژانس ته وایي:« د افغانستان لاره د سویلي او منځنۍ آسیا د نښلولو لپاره یوه خوندي، ارزانه او نږدې لاره ده او د پاکستان او منځنۍ آسیا ترمنځ ډېری سوداګري له همدې لارې ترسره کېږي، چې د تازه میوو او سبزیجاتو موسم په نږدې کېدو سره به د پاکستان سوداګرۍ ته زیان ورسوي.»
په ورته مهال د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د بدیلو لارو د پیاوړتیا په موخه د سیستان بلوچستان له والي سره لیدنه کړې او دواړو لورو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا او ټرانزیټي ظرفیتونو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
د وریښمو- میلک سرحد کې د خنډونو له منځه وړل، د ګمرکي همکاریو لوړول، د ګډې پانګونې جذب، د سرحدي زیربناوو پراختیا، په ورځ کې تر زرو موټرو پورې د سوداګریزو وسایطو تګ راتګ او د اداي خنډونو حل د دغو خبرو اترو له اصلي محورونو څخه وو.
د یادې لیدنې په څنډه کې د سوداګریزو وسایطو د تګ راتګ لپاره یوه لنډ مهالې لاره هم پرانیستل شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي:«د افغانستان د خلکو، خصوصي سکتور، د هیواد د سوداګرو او چارواکو اراده دا ده چې له اسلامي جمهوریت سره پراخې او مثبتې سوداګریزې اړیکې ولري. موږ باید د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیرې سوداګرۍ، مساوي او متقابلې تبادلې، او دوه اړخیزه او دوامداره سوداګري رامنځته کړو. په دې ډول، د ټکنالوژۍ او صنعتونو تبادله هم زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.»
سره له دې چې د ریاست الوزرا اقتصادي ریاست مرستیال له پاکستان سره سوداګري محدوده کړې، خو له یاد هېواده د توکو د قاچاق د زیاتوالي په اړه اندېښنې مطرح شوي.
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي یادې موضوع ته په اشارې سره ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره جدي تدابیر تر لاس لاندې ونیسي.
د اقتصادي چارو شنونکی قطبالدین یعقوبي وایي:«زموږ او پاکستان ترمنځ ستونزو ته په پام سره، دا هیواد هڅه کوي چې خپل توکي او محصولات، په ځانګړې توګه سبزیجات، میوې او ورته توکي، افغانستان ته قاچاق کړي. له همدې امله، اوسنی حکومت مکلف دی په هغو سرحدونو او ګمرکي نقطو کې نوي اقدامات وکړي چې له هغه ځایه دا ډول توکي په غیرقانوني ډول واردیږي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو بندیدو ته په اشارې سره ویلي وو چې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي اړیکې پیاوړې شوي او له پاکستان سره سوداګري به یوازې د لارو د تلپاتې خلاص پاتې کېدو د تضمین په صورت کې بیا پیل شي.
