آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې وایي، چې د تېر پر مهال دغه وزارت د څه باندې ۲۰۰ رغنیزو پروژو چارو پیل کړې، چې په دې کې ۴۵ د اوسپنېپټلۍ، ۱۶ د سړکونو ساتنې او پالنې، ۱۴ د جوماتونو جوړولو، ۱۴ نورې د واورې پاکولو او ۵۴ نورې پروژې د تدارکاتو او اجناسو په برخه کې دي.
محمد اسحاق صاحبزاده په دې پروګرام کې زیاته کړه: «ټولګټو چارو وزارت تېر کال د سړکونو، پل او پلچکونو، رېلپټلۍ، د سړکونو ساتنې او پالنې، واورې پاکوالي او نورو برخو کې د څه باندې ۲۰۰ رغنیزو پروژو چارې پیل کړې وې.»
د دغه وزارت سلاکار میرویس غفوري بیا په دې پروګرام کې وایي، چې تېر کال د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ، خواف- هرات بندرونو له لارې ۴.۴ میلیونه مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت سلاکار زیاته کړه: «په ۱۴۰۳ کال کې د انتقالاتو په برخه کې ۴.۴ میلیونه مټریک ټنه توکي د هېواد له څلورو بندرونو، حیرتان، آقینې، تورغندۍ او هرات – خواف له لارې لېږدول شوي دي.»
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس بیا په دې پروګرام کې زیاتوي، چې تېر کال د سړکونو ساتنې او پالنې په برخه کې د ۳.۱ میلیارد افغانیو په لګښت ۴۵ پروژې په پلان کې وې، چې له دې ډلې د ۳۵ پروژو چارې بشپړې شوې، ۴ تر کار لاندې دي او د پاتې نورو چارې یې درېدلې دي.
حمد اشرف حقشناس زیاتوي: «د سړکونو د ساتنې او پالنې په برخه کې، تېر کال د ۳.۱ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۴۵ ترمیماتي تړونونه شوي وو، چې له دې ډلې د ۳۵ پروژو چارې بشپړې شوې دي.»
در بخش حفظ و مراقبت سرک ها در سال گذشته در مجموع ۴۵ پروژه ترمیماتی به ارزش ۳.۱ یک میلیارد افغانی قرار داد شده بود که از این میان کار ۳۵ پروژه تکمیل شده است
د ټولګټو چارو وزارت مسوولین همداراز وایي، چې د سړکونو خرابوالي مخنیوي په پار یې، په ټول هېواد کې د لوړ وزن لرونکو وسایطو د کنټرول په موخه ۶۵ تلې فعالې کړې دي.