آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د روان کال په وروستیو پنځو میاشتو کې د هېواد صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله، ۱۳.۵ سلنه لوړ شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې موده کې بهرنی ټرانزیټ هم ۲۴.۵ سلنه وده کړې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، سږ کال له افغانستانه تر ډېره پاکستان، هند، قزاقستان، متحده عربي اماراتو، ازبکستان او ترکیې ته صادرات شوي، په داسې حال کې، چې بهرنی ټرانزیټ بیا تر ډېره ازبکستان، ترکمنستان، تاجیستان او ایران ته شوی دی.
د مالیې وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د روان ۱۴۰۴ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د هېواد له ګمرکونو ۴۸ زره او ۹۲۸ محمولې صادرات شوي، په داسې حال کې چې د تېر ۱۴۰۳ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې دا شمېر ۴۳ زره او ۱۱۵ محمولو ته رسېده.»
د اقتصادي چارو یو شمېر نور شنونکي بیا په دې باور دي، چې اسلامي امارت باید د سوداګرۍ کچې لوړوالي لپاره د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سوداګریزې، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پراختیا په برخه کې هڅې وکړي. دوی ټینګار کوي، چې د اقتصادي همکاریو پراختیا کولی شي، د هېواد د اقتصادي ودې زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشی د صادراتو زیاتوالي په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «کوم سوداګریز لاسرسی او سیمهییز تړونونه چې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره لري، کولای شي سوداګریز بهیرونه چټک او اسانه کړي او صادرات زیات کړي، په ځانګړي ډول د زعفران، غالیو او وچې مېوې په برخو کې. همداراز د سړو خونو جوړول او له کوچنیو ګمرکي لارو د ترانسپورتي اسانتیاوو برابرول هم کولی شي په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عیسی مبارز بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «سوداګري او ټرانزیټ د هر هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري. له همدې امله، د افغانستان لپاره اړتیا ده، چې په نړۍواله او سیمهییزه کچه په بېلابېلو برخو کې هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي. له ګاونډیو هېوادونو سره د ټرانزیټي همکاریو پراختیا کولی شي، د سوداګرۍ په برخه کې نوي فرصتونه برابر کړي.»
مالیه وزارت داسې مهال نورو هېوادونو ته د صادراتو زیاتوالي خبره کوي، چې دوه ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتش هم په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان اقتصاد ۲.۵ سلنه وده کړې ده.