له سیاست تر اقتصاد؛ د کابل او بېجېنګ ګرمې اړیکې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان ګاونډی چین چې په نړۍ کې راپورته کېدونکی اقتصادي ځواک دی، د افغانستان لپاره نه یوازې چې یو ښه ګاونډی ثابت شوی، بلکې واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره د کابل او بېجېنګ ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې خورا مثبتې او دا چاره د هرې ورځې په تېرېدو سره د پراختیا په حال کې ده. چین د پخواني جمهوري حکومت له پرځېدو او اسلامي امارت بیاځلي واکمنېدو وروسته، یو له لومړنیو هېوادونو و، چې کابل کې یې خپل ډیپلوماټیک حضور فعال وساته او همداراز څه موده وروسته یې په رسمي مراسمو کې د افغانستان سفیر باورلیک ومانه.

چین د راتلونکي اقتصادي ځواک په توګه، تر ډېره په سیمه کې نفوذ لري؛ بېجېنګ او مسکو، چې د امریکا سرسخت سیالان هم دي، نه پرېږدي چې امریکا او ملګري یې بیاځلي په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي او له همدې امله، دواړه هېوادونه هڅه کوي د افغانستان په ګډون د سیمې له ټولو هېوادونو سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې ښه راشه درشه ولري.

چین د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی کړی او هېڅکله یې هم د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅه نه ده کړې. دا چې د چین او افغانستان ترمنځ د تېر جمهوري نظام پر مهال اړیکې د نن په پرتله پیاوړې نه وې، یو عمده لامل یې هم افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو حضور و، امریکا چې چین خپل اقتصادي سیال بولي، نه یې غوښتل چې د کابل او بېجېنګ ترمنځ اړیکې پراختیا ومومي او د وخت حکومت بهرنۍ پالیسي هم تر ډېره د دوی له چینلونو تېرېده. د دې ترڅنګ چین هم زیات لېواله نه و، چې د امریکا او ناټو پوځي حضور په شتون کې، افغانستان سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره، د کابل او بېجېنګ ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې د هرې ورځې په تېرېدو سره د پیاوړتیا په حال کې دي. وروستیو کې کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان درې‌اړخیزه غونډه کې د چینایي چارواکو ګډون، ورپسې بېجېنګ کې د دې ناستې دوام او تازه هم د دغه هېواد سېچوان ولایت په چینګدو ښار کې جوړ شوي ۲۰م نړۍوال نندارتون کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي ګډون او وینا د دې اړیکو د پیاوړتیا ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سېچوان په نندارتون کې یو ځل بیا د اسلامي امارت پر متوازن او اقتصاد محوره سیاست ټینګار وکړ او د نندارتون ټولو ګډونوالو ته یې افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه. ښاغلي متقي وویل، چې افغانستان د خپل جغرافیايي موقعیت له برکته ځان وچې پورې محاط هېواد نه، بلکې یو ځمکنی پُل بولي چې ملتونه، بازارونه او تمدنونه سره نښلوي. د هغه په خبره، دغه پُل د تېرو ۴۵ کلنو جګړو او ناامنیو له امله خپل رول له لاسه ورکړی و. ښاغلي متقي په دې نندارتون کې زیاته کړه: «افغانستان نن یو نوی فصل پیل کړی دی؛ دا د ثبات، امنیت او خپلواکۍ فصل دی. له جګړو راوتلی افغان ملت اوس نورو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو لپاره هڅې پیل کړې دي او غواړي له دې لارې د خپل وطن سوله، سوکالي او پرمختګ مداوم وساتي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې نندارتون کې چین نه یوازې د افغانستان ګاونډی بلکې یو ښه اقتصادي شریک هم وباله او د افغانستان په زراعتي، زېربنیایي او ټکنالوژۍ په برخو کې یې د چین رول مهم یاد کړ او په دې برخه کې یې د تلپاتې همکاریو پر لرلو ټینګار وکړ.

د کابل او بېجېنګ ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پراختیا، د دواړو هېوادونو لپاره څه ګټې لرلی شي؟

څرنګه چې وړاندې مو هم ورته اشاره وکړه، چین د نړۍ په کچه یو له سترو اقتصادي ځواکونو دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا دایمي غړی او د ویټو حق لري. د افغانستان ګاونډی دی، پخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ ځمکنۍ لار نه وه، خو اوس د واخان له لارې د دواړو هېوادونو د نښلېدو هڅې په چټکۍ سره روانې دي، چې د دې لارې په نښلېدو سره به، د دواړو هېوادونو ترمنځ نېغ په نېغه سوداګریزه راکړه ورکړه پیل او د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي. همداراز چین په نړۍ کې یو له سترو اقتصادي پانګه‌والو هېوادونو هم شمېرل کېږي، دا هېواد کولی شي د افغانستان د طبیعي سرچینو استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.

دا چې اوس‌مهال افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ او یو خپلواک نظام حاکم دی، نو په سیاسي لحاظ د چین لپاره په خپل ګاونډ کې د یوه خپلواک او ثبات لرونکي افغانستان شتون تر ټولو مهمه موضوع ده او هېڅکله په خپل څنګ کې د داسې هېواد له شتونه د خطر احساس نه کوي. سربېره پر دې، د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پراختیا له اقتصادي اړخه هم خورا مهمه ده؛ د بېلګې په ډول د افغانستان ډېری طبیعي زېرمې تر اوسه په خپل طبیعي حالت پاتې دي، چین چې افغانستان ته د نورو هېوادونو په پرتله نږدې او د دې سرچینو د استخراج په برخه کې پراخه تجربه او امکانات لري، د افغانستان په کانونو کې په پانګونې سره به نه یوازې چې بېجېنګ ته ګټه رسېږي، بلکې کابل به یې هم له ګټې برخمن او له دې لارې به د افغانستان د اقتصادي ودې زمینه هم برابره او خلکو ته به ګڼ کاري فرصتونه برابر شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد