روسیې ته د افغان پلاوي سفر؛ د اقتصادي همکاریو پراختیا د خبرو اترو اصلي محور

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري، روسیې ته د اسلامي امارت پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک بولي. ښاغلی نظري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې د اسلامي امارت پلاوي له روسي چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو، په ځانګړي ډول تخنیکي او انجینرۍ خدمتونو، بنسټیزو مسایلو، کرنې او انرژۍ اړونده مسایلو رغنده خبرې کړې دي. د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال زیاتوي، چې په دې لیدنو کې همداراز د افغانستان ټرانزیټي موقعیت پراختیا، د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګریزو توکو په راکړه ورکړه کې زیاتوالي او په افغانستان کې د سترو پروژو په برخه کې پر پانګونې خبرې شوې دي.

عبداللطیف نظري په دې اړه له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه:«روسیې ته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي سفر د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. افغانستان کې د سراسري امنیت ټینګښت او فساد له منځه وړلو له امله، لوړ اقتصادي او سوداګریز ظرفیت لري. موږ لوړپوړو روسي چارواکو سره په جلا- جلا لیدنو کې د تخنیکي او انجینرۍ خدمتونو، بنسټیزو مسایلو، کرنې او انرژۍ اړوند مسایلو مثبتې او رغنده خبرې درلودې.»

له دې سره هم‌مهاله، د اقتصادي چارو شنونکي سترو اقتصادي هېوادونو ته د اسلامي امارت د پلاوو سفرونه او په نړۍوالو غونډو کې ګډون د هېواد اقتصادي ودې لپاره تر ټولو غوره لار بولي. د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «په ټوله کې، زه باور لرم چې د اسلامي امارت اقتصاد محوره سفرونه، د سیمې او نړۍ لپاره خورا مهم دي. له یوې خوا، دا سفرونه کولی شي موږ له اقتصادي ستونزو را وباسي او له بلې خوا کولی شي د پانګونې راجلبولو ته لاره هواره کړي. د دې ترڅنګ دا ډول ګامونه د افغانستان د خصوصي سکتور او د سیمې او نړۍ هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې هوکړه‌لیکونو ته زمینه برابروي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالشکور هډه‌وال بیا په دې اړه زیاتوي: «روسیې سره د ښو اړیکو لرل د دې لامل شول، چې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د روسیې سترې اقتصادي غونډې ته دعوت شي او دا چاره د دې لامل کېږي، چې راتلونکو کلونو کې په اقتصادي برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست په مشرۍ روسیې ته تللي پلاوي د دغه هېواد د کرنې او انرژۍ وزارتونو له مرستیالانو سره جلا- جلا لیدنو کې پر اقتصادي، سوداګریزو، انرژۍ او کرنې میکانېزه کولو اړوند مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *