آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي آفاق خبري آژانس ته وویل، چې د تورخم بندر له پرانیستلو سره سره، دا بندر دمګړۍ یوازې د افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شوی.
د ښاغلي الکوزي په وینا، دمګړۍ هیڅ ډول سوداګریز تګ راتګ له هغې ډلې د توکو ټرانزیټ نشته او په دې لاره کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي فعالیتونه لا هم بند دي.
نوموړي زیاته کړه چې افغان کډوال پر تورخم بندر سربیره د سپین بولدک او چمن له لارې هم هېواد ته راشي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وایي: «نن ورځ، د تورخم بندر پرانیستی دی، خو یوازې د کډوالو د لېږدونکو موټرو لپاره. له دې لوري بل هیچا ته د تېرېدو اجازه نشته او سوداګري په بشپړه توګه بنده ده. یوازې هغه موټرونه چې کډوال لېږدوي، تګ راتګ کولی شي. دا نوې خبره نه ده؛ هره ورځ دواړو خواوو ته په میلیونونو ډالر زیان رسېږي.»
په همدې تړاو د اقتصادي چارو ځينې شنونکي وایي، پاکستان په وروستیو کلونو کې له بندرونو څخه پر افغانستان د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ګټه پورته کړې او له هرې سیاسي ترینګلتیا سره سرحدی او سوداګریزې ستونزې زیاتې شوې دي.
د دوی په وینا، افغانستان باید پر بدیلو سوداګریزو لار او د کورنیو تولیداتو پر معیاري او صنعتي کېدو فکر وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وایي: «پاکستانیان تل نور ملامتوي او د سرحدي ستونزو په رامنځته کولو سره افغان سوداګر په ستونزو کې ساتي. اوس د دې وخت را رسیدلی چې دوه اساسي کارونو ترسره شي. لومړی، موږ اړتیا لرو چې بدیلې سوداګریزې لارې جوړې کړو ترڅو موږ نور د پاکستان لارې پورې تړلي پاتې نه شو. دویم، موږ اړتیا لرو چې خپل توکي معیاري او صنعتي کړو ترڅو موږ وکولی شو په نویو بازارونو کې ځای ومومو.»
د پوهنتون استاد سید مسعود بیا داسې لیدلوری لري: « تر اوسه پورې، پاکستان د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې په ځانګړې توګه پر هر نظام د سیاسي فشار راوړلو لپاره پرته له دې چې د هغه نظام نوم څه وي له ۱۰۴ ځله زیات مداخله کړې ده. دا کړنې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت په پروسه کې د ګڼو ستونزو لامل شوې.»
د یادونې ده چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم، چمن او بولدک بندرونه له نږدې دریوو اوونیو راهیسې تړلي او هیڅ ډول تګ راتګ، سوداګري او یا ټرانزیټ پکې نه ترسره کیږي.
دا لار بندښت د اکتوبر په ۱۳ نېټه د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وورسته رامنځته شو او د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې وتړل شوې
