آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند نورالهادي عادل وایي، چې دغه وزارت په ۱۴۰۳ لمریز کال کې، په ټول هېواد کې د څښاک پاکو اوبو په برخه کې د ۳۵۰ سترو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
د ښاغلي عادل په خبره، دا مهال د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو ۱۵۰ نورې پروژې تر کار لاندې دي، چې ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نورالهادي عادل په دې اړه آفاق ته زیاته کړه: «دا پروژې د څښاک پاکو اوبو تامین په برخه کې عملي شوې دي. دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو رسولو ۱۵۰ نورې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاتوي، چې دغه وزارت په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو او ۱۴۲ ولسوالیو کې د اوبو مهارولو په پار سربندونه جوړ کړي، چې ټولټال ۴۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی دی.
نورلهادي عادل همداراز زیاتوي، چې د هېواد په ۲۴ ولایتونو او ۵۱ ولسوالیو کې د ۶۰۰ کیلومټره فرعي سړکونو د جوړولو چارې دوام لري، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نورالهادي عادل د خپلو خبرو په دې برخه کې زیاته کړه: په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو او ۱۴۲ ولسوالیو کې د اوبو کوچني سربندونه جوړ شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي، چې ټولټال ۴۲۶ میلیونه افغانۍ لګښټ ورباندې راغلی دی.»
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند همدارنګه د ۱۴۰۴ لمریز کال پلانونو په اړه وایي، چې دغه وزارت د څښاک پاکو اوبو، استنادي دیوالونو، د اوبو مهارولو کوچنیو سربندونو او په لرې پرتو سیمو کې د فرعي سړکونو جوړولو په برخه کې یو شمېر پروژې تر لاس لاندې لري، چې د روان کال په لړ کې به بشپړې شي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند همداراز وویل: «روان ۱۴۰۴ کال کې به د څښاک پاکو اوبو، استنادي دیوالونو او اوبو کوچنیو سربندونو جوړولو چارې پیل او همداراز په لرې پرتو سیمو کې د سړکونو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»
ویلو ده، چې په لرې پرتو سیمو کې ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي هوساینه او د بېوزلۍ کابو کول او خلکو ته د هوسا ژوند برابرول د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له مهمو لومړیتوبونو شمېرل کېږي.
دا چې د هېواد زیات شمېر خلک په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي، دغه وزارت خلکو ته د ژوند شرایطو برابرولو په برخه کې مهم رول لوبولی او هڅه کوي، چې ټولنیزو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی آسانه کړي.