د کار او ټولنیزو چارو وزارت: په ۱۴۰۳ کال کې د کار ۱۱۴ زره جوازونه وېشل شوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمی وایي چې یاد وزارت په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د کار ۱۱۴ زره جوازونه وېشلي دي.

ښاغلی ابراهیمی آفاق خبري آژانس ته وایي چې د جوازونو له دې ډلې څلور زره او ۶۰۰ هغه یې بهرنیو وګړو ته ویشل شوي او همداراز له دې ډلې ۲۵ سلنه یې مېرمنو ته ورکړل شوي دي.

سمیع‌الله ابراهیمي په دې اړه آفاق خبري آژانس ته زیاتوي: «په ۱۴۰۳ کال کې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۱۱۴ زره څخه زیاتو خلکو ته د کار جوازونه ویشلي، چې په دولتي ادارو، خصوصي سکتور، شرکتونو کې په کار ګومارل شوي دي د دوی له ډلې څخه، ۴۶۰۰ بهرنیانو د کار جوازونه ترلاسه کړل او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په موافقه کې یې کار پیل کړی.»

ورته مهال د اقتصادي چارو یو شمیر کارپوهان، د کار جوازونو د وېش په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کوي او دا چاره د کاري فرصتونو او پانګونو د جذب په موخه اغېزناک ګام بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر په دې اړه وویل: «د کار او فعالیت جوازونو ویش هم د پانګونې پروسې د اغیزمن عنصر په توګه تعریف کیدی شي، او کولی شي پانګونه معیاري کړي، هر هغه اقدام چې موږ یې پانګونه ګڼو، موږ کولی شو د کورنیو او بهرنیو سوداګرو پام په ورته کچه راجلب کړو. »

د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالنصیر رشتیا په دې اړه زیاته کړه: «په هېواد کې د بې وزلۍ او بې کارۍ د له منځه وړلو لپاره، اسلامي امارت باید د پانګونې د جلبولو لپاره ټولې اسانتیاوې رامنځته کړي ترڅو هېواد ته د پانګونې جریان زیات شي. څومره چې په هیواد کې پانګونه زیاته وي، هومره به په هیواد کې ډیرې دندې رامینځته شي.»

تر دې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي وو چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په وروستیو درېیو میاشتو کې ۲۱ زره کسان په دولتي او ۱۰ زره نور بیا په خصوصي بنسټونو کې په کار ګومارل شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد