آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني د ازبکستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له مرستیال جمشید عبدوذوکروف سره چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، لیدنه کې اوزبکستان ته د غوښې صادراتو، د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې د بڼونو جوړلو او د اصلاح شوي تخمونو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند وايي، چې د ازبکستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال په دې لیدنه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ورستیو کلونو کې د سوداګرۍ کچه له ۴۲۰ میلیون ډالرو، ۶۱۰ میلیون ډلرو ته لوړه شوې ده او تاشکند د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په بیلابیلو برخو کې د همکارۍ د پراختیا غوښتونکی دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شېر محمد حاتمي د دې لیدنې په اړه زیاتوي: «ټاکل شوې ده چې د ازبکستان پلاوی د افغانستان د کرنې وزارت له مسوولانو او د خصوصي سکتور له استازو سره د کرنیزې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا، د تجربو تبادلې او ګډو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړي.»
کابل ته د ازبکستاني پلاوي له سفر سره هممهاله، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي مرستیال د ایران د کرنې وزارت له مرستیالې مریم جلیلي مقدم سره لیدنه کې، د افغانستان کرنیزو محصولاتو د صادراتو زیاتوالي او همداراز په صادراتي برخه کې د خنډونو پر حل خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، چې په دې لیدنه کې د پنبې او نورو کرنیزو محصولاتو د صادراتو زیاتوالي، په ګمرکي چارو کې د اسانتیاوو برابرولو، د ظرفیت لوړولو او د تولیدوونکو او سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کېدو په اړه خبرې شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وایي: «په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د دولت او خصوصي سکتور استازو ایران ته د افغانستان د پنبې او نورو کرنیزو محصولاتو د صادراتو زیاتوالي، د ګمرکي چارو او انتقالاتو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو، د کیفیت معیارونو پر لوړولو او د تولیدونکو او سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د رامنځته کولو میکانېزمونو په اړه بحث او خبرې وکړې.»
په ورته وخت کې، د اقتصادي چارو شنونکي کرنه د اقتصادي ودې له مهمو او بنسټیزو ستنو بولي. دوی ټینګار کوي، چې افغانستان خپلو طبیعي ظرفیتونو، د پام وړ کاري ځواک او مناسبو اقلیمي شرایطو ته په کتو کولی شي، د کرنې په برخه کې د پانګونې له لارې، تلپاتې اقتصادي ودې ته لار هواره او پر وارداتو تکیه راکمه کړي.
دا لیدنې داسې مهال کېږي، چې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر مسکو کې د «حیواني روغتیا» نړۍواله غونډه کې ګډون کړی، چې د شنونکو په باور، دا ډول ناستې کولی شي د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې جلبولو زمینه برابره کړي.
