د کابل او تهران ترمنځ تازه هوکړې؛ ایران افغاني محصولاتو ته لومړیتوب ورکوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي، د سوداګریزو او معدني همکاریو پراختیا په برخه کې د ایران او اسلامي امارت ترمنځ له تازه هوکړو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دا همکارۍ کولی شي د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۳.۵ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

هغه له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړې، چې دواړو لوریو همداراز هوکړه کړې، څو هغه توکي چې له دې وړاندې یې له نورو هېوادونو واردول، که افغانستان چمتو وي له همدې هېواده وارد کړي. د بیکدلي په خبره، دا مهال د غوښې، پنبې او ځینو نورو کرنیزو دانو واردول د لومړي هدف په توګه تعریف شوي دي.

کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «موږ هوکړه وکړه، څو هغه توکي چې پخوا به مو له نورو هېوادونو راوړل، که افغانستان چمتو وي، له همدې هېواده وارد کړو. په اوسني وخت کې د غوښې، پنبې او ځینو کرنیزو دانو واردات د لومړني هدف په توګه ټاکل شوي دي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالهادي فرهنگ په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «ایران سره سوداګري د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم او ټاکونکی رول لري. ټرانسپورټي مسایلو او شته زیربناوو ته په کتو، کېدای شي د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې نړۍوالو او ګاونډیو بازارونو، په ځانګړي ډول د ایران بازار ته د افغانستان لاس‌رسی، د هېواد لپاره یو غوره اقتصادي او سوداګریز فرصت دی.

د اقتصادي چارو شنونکی وحید احمد فراهي بیا په دې اړه آفاق خبري اژانس سره خبرو کې زیاتوي: «دا مناسب فرصت دی، چې د افغانستان د لوړ کیفیت لرونکي محصولات ایران ته صادر کړو او د دغه هېواد په بازارونو کې د مصرف‌کوونکو پام ځانته را جلب کړو.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی او د کابل پوهنتون پخوانی استاد سید مسعود د ایران او افغانستان ترمنځ دا ډول راکړې ورکړې ته په اشارې سره زیاتوي: «د سوداګرۍ پیاوړتیا د افغانستان لپاره ډېرې ګټې لري؛ د افغانستان تولیدات به د ودې په حال کې وي او هغه افغان پانګه‌وال چې په ایران کې دي، له دې لارې به په کور دننه پانګونې ته وهڅول شي.»

د ویلو ده چې تېر کال د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارده او ۳۶۶ میلیونه ډالر وه، چې په صادراتي توکو کې معدني ډبرې، ممیز، غیر الکولي مشروبات، د سبزۍ تخم، کُنجد، ماش او نور توکي شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *