د کابل او استانې ترمنځ تر ۳ میلیارده ډالرو د سوداګرۍ کچې لوړولو هڅې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د ترانسپورت او صنعت او ساختماني چارو وزارتونو له مرستیالانو سره لیدنه کې د اقتصادي ودې او سوداګریزې پراختیا ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ، تر درې میلیارده ډالرو پورې د راکړې ورکړې کچې لوړېدو په اړه خبرې کړې دي.

د دغه وزارت د ویاند په خبره، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د ټرانس – افغان وسپنې‌پټلۍ پروژې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو او افغان – قزاق نندارتون په اړه هم خبرې کړې دي.

آخندزاده عبدالسلام جواد د دې لیدنې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «په دې لیدنه کې دواړو لورو د اقتصادي او سوداګرۍ ودې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه تر درې میلیادره ډالرو رسېدو، د افغان–ترانس وسپنې‌پټلۍ پروژې، د افغانستان او قزاقستان د صادراتي توکو د لېږد را لېږد په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو، او د قزاق–افغان نندارتون د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.»

له دې سره هم‌مهاله، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو پراختیا د هېواد په ګټه بولي او ټینګا کوي، چې د دغو اړیکو پراختیا کولی شي د هېواد اقتصادي ودې، پانګونې جلبولو او کاري فرصتونو رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډه‌وال آفاق خبري آژانس سره د سیمې له هېوادونو سره د راکړې ورکړې په اړه وایي: «اسلامي امارت هڅه کوي چې د سیمې له هېوادونو سره په لوړه کچه صادرات او واردات ولري او تر اوسه پورې یې له ازبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان او په ځانګړې توګه قزاقستان سره ښې اړیکې درلودلې دي.»

د اقتصادي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون استاد سید مسعود بیا آفاق خبري آژانس سره په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د هېواد اقتصادي او سوداګریز وضعیت ډېر ښه دی او دا پرمختګونه کولی شي د سیاسي اړیکو پراخولو ته هم لاره هواره کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان وخت ناوخته هڅه کړې، د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو په پراختیا سره د پانګونې جلبولو او همداراز د سوداګریزو بنسټونو پیاوړتیا زمینه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *