د پانګونې جلبولو هڅې؛ کابل ته د ۱۲ هېوادونو پانګه‌والو او سوداګرو راتګ

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ۱۲ هېواداونو ترکیې، قطر، بحرین، فلسطین، یمن، عمان، اردن، جي‌بوتي، اتیوپي، سومالیا، مالیزیا او هندوستان له سوداګرو او پانګه‌والو سره لیدلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبره، په دې لیدنه کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ثبات او په ټول هېواد کې یې ترویج، د ډالر او توکو د قاچاق پر مخنیوي او همداراز د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د تورم مخنیوي په اړه خبرې شوې دي.

د دغه وزارت د ویاند په خبره، په دې لیدنه کې راغلو سوداګرو او پانګه‌والو افغانستان یو امن او ثبات لرونکی هېواد بللی او ښاغلي عزیزي هم له دوی غوښتي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي.  آخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه زیاتوي: «په دې لیدنه کې د یادو هېوادونو دینې عالمانو، سوداګرو او پانګه‌والو د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د افغانستان اوسني وضعیت په اړه د لیدلورو په شریکولو سره خوښي څرګنده کړه او افغانستان یې یو امن او ثبات لرونکی هیواد وباله.»

له دې سره هم‌مهاله د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي ټینګار کوي، چې هېواد کې د امنیت په ټینګښت سره افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او په خبره یې، اسلامي امارت باید له هېوادونو سره د اړیکو په ټینګولو سره، په بېلابېلو برخو کې پانګونې را جلب کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد طاووس فرزاد په دې اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «څرنګه چې تاسو پوهېږئ، د افغانستان صادرات د دې لامل شوي، چې د افغانۍ ارزښت ساتل شوی او په همدې توګه د بهرنیو پانګو جلبول هم د افغانۍ ثبات کې مهم رول لوبولی شي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی عیسی مبارز بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «موږ له هېوادونو دا غوښتنه لرو، چې د افغانستان پر هغو سرچینو پانګونه وکړي، چې د افغانستان د اقتصاد لپاره زیاته اغېزمنتیا ولري او موږ وکولی شو د هغو په پلي کېدو سره، خپل محصولات نورو هېوادونو ته ولېږدوو.»

دا په داسې حال کې ده چې بنډیزونو، محدودیتونو او رسمیت نه پېژندنې د اسلامي امارت چارواکو او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو استازو ترمنځ د پانګونې جلبولو په برخه کې ناستې ولاړې له ننګونو سره مخ کړې، خو پر دې سربېره هم اسلامي امارت توانېدلی په سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو کې رغنده رول ولري او د افغانستان د اقتصادي ودې تدریجي زمینه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *