د واګه بندر تړلي پاتې کېدل او د افغان سوداګرو پر وړاندې زیاتېدونکې ننګونې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د هند او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیاوو وروسته، واګه بند لا هم د افغانستان سوداګریزو توکو پرمخ تړلی پاتې دی. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی آفاق خبري آژانس ته وایي، چې دا مهال د افغانستان سوداګریزو توکو اړوند ۱۱ بار وړونکې لارۍ په واګه بندر کې درول شوې دي. د الکوزي په خبره، څو چې د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوې پای‌ته ونه رسېږي، واګه بندر به د افغانستان توکو، په ځانګړې توګه د وچې او تازه مېوو پرمخ تړلی وي.

خانجان الکوزی په دې تړاو آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «اوس واګه بندر کې یوولس کانټینره مال بند پاتې دی، څو چې د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوې حل نشي، واګه بندر نه خلاصېږي او دا زموږ لپاره خورا ضروري دی، په ځانګړي دول د وچې مېوې لپاره، ځګه زموږ زیاتره وچه مېوه له همدې لارې صادرېږي.»

ښاغلی الکوزی د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وایي، چې سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري له خنډ او ځنډ سره مخ کړې، خو به خبره یې، هڅه کوي څو د هوایي دهلېز او مرکزي آسیا له لارې هند سره سوداګرۍ ته دوام ورکړي. هغه په دې اړه زیاتوي: «د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو له امله، هند سره زموږ سوداګري له ستونزو سره مخ شوې، موږ بیا هم هڅه کوو، چې له هوایي لارو او مرکزي آسیا له لارې وچه او تازه مېوه صادره کړو او اوس زموږ د مېوو او سبزۍ موسم دی، اسلامي امارت او خصوصي سکتور دې په دې اړه یوه حل‌لاره پیدا کړي.»

له دې سره هم‌مهاله، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د دوام په پار، د بدیلو لارو پر پیدا کولو ټینګار کوي. د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایی: «هند ته د افغانستان سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې، اسلامي امارت باید د ایران له چابهار بندر ګټې اخیستنې ته لومړیتوب او همداراز د مرکزي آسیا او لارجورد کوریډورونو ته پراختیا ورکړي؛ ځکه دا ګامونه کولی شي د افغانستان صادراتو پر وړاندې لوجیستیکي او ګمرکي خنډونه له منځه یوسي.»

واګه بندر چې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره یو له مهمو بندرونو شمېرل کېږي، څه موده وړاندې کشمیر کې د ۲۶ هندي سیلانیانو له وژل کېدو او همداراز د هند او پاکستان نښتې له امله د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شو، چې له امله هغه مهال شاوخوا ۲۰۰ بار وړونکې لارۍ بندې پاتې وې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد