آفاق خبري آژآنس؛ کابل: د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت مسوولین د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې وایي، چې تېر کال د افغانستان له هوایي حریم ۹۶ زره او ۵۰۰ الوتنې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند د آفاق خبري آژانس خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وایي، چې تر اوسه د تېرېدونکو الوتنو د عوایدو کره شمېره په لاس کې نه لري، ځو ټینګار یې کړی، چې دا وزارت چمتو دی، له هوایي شرکتونو سره، چې د عوایدو را ټولولو ته لېوالتیا لري، همکاري وکړي. حکمت الله آصفي په دې پروګرام کې زیاته کړه: «که بهرني شرکتونه وغواړي د عواید را ټولولو په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي، ترانسپورت وزارت هغوی سره همکارۍ ته چمتو دی.»
د دې پروګرام په لړ کې، د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د واټ ترانسپورت مرستیال عبدالسلام حیدري وایي، چې دغه وزارت د تېر کال په لړ کې ۵۴۰ زره راستانه شوي کډوال، خپلو اصلي سیمو ته لېږدولي او دا بهیر لا هم دوام لري. هغه همداراز د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې زیاته کړې، چې د تېر کال په لړ کې د دغه وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره ۲۰ پروګرامونه په پام کې نیول شوي وو، چې له مخې یې ۲۰۰ کارکوونکي چین، متحده عربي اماراتو، هندوستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته لېږدول شوي وو. عبدالسلام حیدري زیاتوي: «تېر کال د تورخو سپین بولدک او نورو لارو هېواد ته راستانه شوي هېوادوال په وړیا او خوندي ډول خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.»
له دې سره هممهاله، د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال زیاتوي، چې تېر کال د دغه وزارت له لوري ۵۵ پروژې منظور شوې، چې له دې ډلې یې ۳۴ پلي شوې، چې پر مهال یې ۴ زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.
صدیقالله عابد زیاته کړې: «تېر کال د دغه وزارت له لوري ۵۵ پروژې منظور شوې وې، چې له دې ډلې ۳۴ یې پلي شوې، چې پر مهال یې شاوخوا ۴ زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې وه.»
د ترانسپورت او هوایي چلند وزرت مسوولینو همداراز په دې پروګرام کې زیاته کړه، چې دا مهال یې له اوو هېوادونو سره، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او ترکیه هم پکې شامل دي، ترانسپورتې هوکړې لاسلیک کړې دي.