آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په استانبول کې د ایکو یا اقتصادي همکاریو سازمان غونډې په څنډه کې د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر عمر پولات سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزې سوداګرۍ، په افغانستان کې د ترکي شرکتونو د پانګونې د جذب او پنبې، تالک ډبرو او ډبرو سکرو د صادراتو په برخه کې پر آسانتیا ټینګار وکړ.
دواړو لورو دغه راز د سوداګرۍ او پانګونې ګډې کاري ډلې پر جوړېدو هوکړه وکړه چې لومړۍ غونډه به یې په نږدې راتلونکې اوونۍ کې ترسره شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«په دې لیدنه کې، دواړو خواوو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پراخ سوداګریز ظرفیتونه شتون لري، د سوداګرۍ اوسنۍ کچه بسیدونکې نه ده او باید پراخ شي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه راز په افغانستان کې له ترکي شرکتونو او بنسټونو څخه د لا زیاتو پانګونو په راجلبولو ټینګار وکړ.»
د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه راز په استانبول کې د اقتصادي همکاریو سازمان په پنځمه غونډه کې ګډون وکړ.
نوموړي په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ایکو پر اهمیت په ټینګار سره د هېواد جغرافیوي موقعیت د سیمې د ټرانزیټي څلور لارې په توګه یاد کړ او په سوداګریزو او ټرانزیټي پروژو کې یې د فعالې همکارۍ لپاره د افغانستان چمتوالی څرګند کړ.
ښاغلي عزیزي دغه راز ایکو سازمان ته بلنه ورکړه چې د سوداګرۍ وزیرانو راتلونکې غونډه په کابل ښار کې ترسره شي او د یادې غونډې د کوربه توب لپاره یې د افغانستان بشپړ چمتوالی اعلان کړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«د صنعت او سوداګرۍ وزیر په خپله وینا کې د افغانستان لپاره د ایکو پر اهمیت ټینګار وکړ، په سیمه کې د ټرانزیټ څلور لارې په توګه د هیواد مهم رول او جغرافیایي موقعیت یې تشریح کړ او د سوداګرۍ او ټرانزیټ پروژو کې د لا فعالې همکارۍ لپاره د افغانستان پر چمتووالي یې ټینګار وکړ.»
د اقتصادي چارو شنونکي وایي، افغانستان آزادو اوبو ته د نه لاسرسي او له پاکستان سره د سرحدي ستونزو له امله د سیمې او له سیمې ور ها خوا هېوادونو سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا ته جدي اړتیا لري.
دوی ټنیګار کوي چې له هېوادونو سره د ټرانزیټي لارو زیاتوالی او سوداګریز باور رامنځته کول په یوې لارې پورې د تړاو کمولو زمینه برابروي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وایي:«د افغانستان لپاره دا اړینه ده چې د سیمې او له سیمې بهر هیوادونو سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري. دا اړیکې افغانستان سره مرسته کوي چې په یوه لاره یا یو هیواد پورې تړلی نه وي او د خپلو صادراتي او وارداتي توکو د سوداګرۍ او ټرانسپورټ لپاره بدیلې لارې ولري.»
د ویلو دهچې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د اقتصادي همکاریو سازمان غونډې په څنډه کې د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ له وزیر سید محمد اتابک سره هم لیدنه وکړه او ایران ته یې د پنبې د صادراتو د زیاتوالي، د سوداګرو لپاره د لا زیاتو آسانتیاوو د برابرېدو او افغانستان له ټرانزیټ سره اړوند لارو د اوسپنې پټلۍ د کریې د رقابتي کولو په اړه خبرې وکړې.
د اقتصادي همکاریو سازمان چې له ۱۰ هېوادونو جوړ دی د اقتصاد، سوداګرۍ، ټرانزیټ او انرژۍ برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا تمرکز لري.
دوی وایي، چې د ایکو غونډو کې د افغانستان فعال حضور، د صادراتو د پراختیا، پانګونې د جذب او سیمې له ټرانزیټي ظرفیتونو د غوره ګټنې لپاره ارزښتناک فرصت دی.
