د اورګاډي له لارې د ایران د تېلو لومړۍ جوپې را رسېدل؛ آیا د تېلو بیې به ټیټې شي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل په بازارونو کې د تېلو بیې لوړوالي، د ښاریانو او سوداګرو اندېښنې زیاتې کړې دي. پلازمېنه کې یو شمېر موټر چلووونکي کمزوري اقتصادي وضعیت ته په اشارې، د تېلو بیې له لوړوالي شکایت کوي. دوی زیاتوي، چې د تېرې یوې میاشتې په پرتله د تېلو په بیه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او په دې برخه کې یې د مسوولینو د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

کابل ښار کې موټر چلوونکی حسیب‌الرحمان آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «یو میاشت مخکې د تېلو بیې مناسبې وې، خو اوس ډېرې لوړې شوې دي. ډېری خلک دا مهال په موټرو کې دربست نه ځي، بلکې هڅه کوي په لایني موټرو کې سفر وکړي، ځکه اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی. زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې اقتصادي وضعیت خراب دی او په دې برخه کې باید پاملرنه وکړي.»

له دې سره هم‌مهاله، کابل کې یو شمېر تېل پلورونکي وایي، چې وروستۍ یوه میاشت کې د تېلو او ګاز په بیو کې له پنځو تر شپږو افغانیو زیاتوالی راغلی دی. د دوی په خبره، دا مهال د یوه لېټر پټرولو بیه ۷۰ افغانۍ او یوه لېټر ډیزولو بیه ۸۰ افغانۍ ته رسېدلې ده.

کابل ښار کې د تېلو پلورونکی نور محمد بیا د تېلو بیې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «له تېرې یوې میاشتې راهیسې د یو لیټر تېلو په بیه کې له پنځو تر شپږو افغانیو توپیر راغلی دی. مخکې ډیزل ۷۸ افغانۍ، خو اوس ۸۰ افغانۍ ته رسېدلي دي. همدارنګه، پټرول مخکې ۷۶ افغانۍ و، خو اوس ۷۰ افغانیو ته راټیټ شوي دي. یو میاشت مخکې بیې ډېرې لوړې شوې وې، خو اوس نسبتاً ښه شوې دي.»

په همدې حال، کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي، افغانستان ته د اورګاډي له لارې د نفتو لومړۍ جوپې له لېږد خبر ورکړی دی. ښاغلي بیکدلي دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا په برخه کې مثبت او مهم ګام بللی دی.

کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي په دې اړه په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي: «دا لومړی ځل دی چې د ایران د نفتو صادرات افغانستان ته د اورګاډي له لارې ترسره کېږي. د ایران اسلامي جمهوریت د وسپنې‌پټلۍ د شمتیغ ځانګړي تم‌ځای له لارې د روزنک او خواف سره نښلول کېږي او اټکل کېږي چې د ایران د صادراتو لویه برخه به په راتلونکې کې د همدې رېل‌پټلۍ له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین آفاق خبري آژانس سره مرکه کې د هېواد په بازارونو کې د تېلو بیو لوړوالي لامل له روسیې د نفتو د وارداتو درېدل بللي وو. احمدالله زاهد ډاډ څرګند کړی و، چې د تېلو د بیو لوړوالی لنډمهاله دی او ډېر ژر به بیې بېرته خپل عادي حالت ته را وګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *