آفاق خبري آژانس؛ کابل: له افغانستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو له تړل کېدو او پاکستاني سوداګرو ته له درنو زیانونو اوښتو وروسته، د یاد هېواد د اقتصادي چارو ځینې شنونکو د دې وضعیت د دوام په اړه خبرداری ورکړی دی.
دوی د پاکستان پر سوداګریزې تګلارې په نیوکې سره ویلي چې یاد هېواد په وروستیو ۳۰ کلنونو کې په تر ټولو بد وضعیت کې دی او زیاته کړې یې ده چې د بیکارۍ کچه ۲۲ او د بې وزلۍ کچه ۴۵ سلنه لوړه شوې ده.
د اقتصادي چارو ځينې نور شنونکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بندیدو ته په اشارې سره وایي چې پاکستان دمګړۍ خپل ښه اقتصادي شریک له لاسره ورکړی دی.
د دوی په باور، پاکستان له کلونو راهیسې، له سرحدي، د کډوالۍ او ټرانزیټ له مسایلو ناوړه ګټنه کړې او اوس له افغانستان سره د خپلو لارو په تړل کېدو سره له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې ملګروملتونو له اسلام آباده غوښتي چې اجازه ورکړي بشري مرستې افغانستان ته دننه شي.
یاد وزارت ویلي چې ښایي پاکستان افغانستان ته د اړینو توکو د لیږد اجازه ورکړي.
