آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی پاکستان ته د افغانستان پر ۴ قلمه صادراتي توکو د ۳۳ سلنې مالیې له کموالي خبر ورکوي. ښاغلی الکوزی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ ترجیهي تعرفې د پلي کېدو په حال کې دي او د افغنستان پر توکو تعرفې له ۶۰ سلنې ۲۷ سلنې ته راټیټې شوې دي.
هغه همداراز وایي، چې افغانستان ته د پاکستان پر وارداتي توکو هم تعرفې کمې شوې او د سوداګرۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترجیهي هوکړه اغېزمنه بولي. خانجان الکوزی زیاتوي: «د کابل او اسلامآباد ترمنځ ترجیهي تعرفې د عملي کېدو په حال کې دي او د افغانستان پر توکو تعرفې له ۶۰ سلنې ۲۷ سلنې ته را ټیټې او همداراز د پاکستان پر توکو هم ورته تعرفه کمه شوې ده.»
له دې سره هممهاله، د اقتصادي چارو شنونکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې د دواړو هېوادونو په ګټه بولي او ټینګار کوي، چې دواړه لوري باید د سوداګريزو خنډونو له منځه وړلو او اقتصادي همکاریو پراختیا په برخه کې اغېزمنې خبرې اترې وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی احمد فردوس بهگزین وایي: «اړتیا ده له پاکستانه وغوښتل شي او اړینې خبرې اترې وشي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ په برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته شي، ځکه دا هر څومره چې دا بهیر آسانه وي، په همغه کچه به د دواړو هېوادونو لپاره ګټه وي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی نورالله عزیز بیا په دې اړه زیاتوي: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزو اړیکو کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمه راکړه ورکړه زیات ارزښت لري. خو ټرانزیټ هم ډېر مهم رول لوبوي. افغانستان کولی شي د کراچۍ بندر له لارې خپل توکي نورو هېوادونو ته صادر کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د روان لمریز کال د زمري په ۲مه نېټه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترجیهي تعرفې هوکړه په اسلامآباد کې لاسلیک شوه، چې له مخې یې د دواړو هېوادونو پر څلور- څلور قلمه توکو تعرفې کمې شوې.