د افغان او هندي شرکتونو ترمنځ د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو تولید هوکړه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ له بندېدو او همداراز د ټیټ کیفیت له امله د پاکستان درملو پر وارداتو له بنډیز وروسته، کابل د درملو په برخه کې تازه ګام اوچت کړی دی. تازه متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د افغان سفیر په حضور سره، د دوو هندي او افغاني شرکتونو ترمنځ د سل میلیونه ډالرو پانګونې په ارزښت د درملو تولید په برخه کې هوکړه لاسلیک شوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وایي: «د افغانستاني رووفي ګروپ نړۍوال شرکت او د هند زایدوس لایف ساینز شرکت ترمنځ د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو په برخه کې، هوکړه لاسلیک شوه. دا هوکړه په دوبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ په ودانۍ کې د جنرال قونسل، سفیر او سوداګرۍ اتشې په حضور کې لاسلیک شوه.»

که څه هم د افغانستان سوداګري دا مهال له بدیلو مسیرونو، ایران هند او مرکزي آسیا سره دوام لري، خو له هندي لوري سره د دې هوکړې لاسلیک پر پاکستان د تکیې کمولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي. د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي هم هند سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان په ګټه بولي او په خبره یې، دا ډول هوکړې د اقتصادي ثبات او ودې په برخه کې مهم رول لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له سړېدو سره هم‌مهاله، د کابل او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې د پراختیا په حال کې دي او دا مهال هند د افغانستان لپاره په یوه مهم سوداګریز شریک بدل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *