آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او قزاق چارواکو له لوري د قزاقستان په شیمکنټ ښار کې د افغاني تولیداتو نندارتون پرانیستل شو. ښاغلي عزیزي ددغه نندارتون موخه د افغان تولیداتو د ظرفیتونو معرفي کول او له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا وبلله او وویل، افغانستان د سیمې بازارونو ته د خپلو کرنیزو، خوراکي توکو د غالیو، قیمتي او ودانیزو ډبرو د تولیداتو صادراتو ته چمتو دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د نندارتون په څنډو کې د دغه هېواد د ترکستان له والي نورالخان کشراوف سره د کرنې، کانونو او ودانیزو چارو په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې پر شته فرصتونو او ظرفیتونو خبرې اترې کړي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، په دې لیدنه کې د ترکستان والي د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په پار، د سوداګرۍ د آزاد زون جوړولو په اړه خبرې کړی.
آخندزارده عبدالسلام جواد زیاتوي، چې ښاغلي عزیزي د شیمکنت او ترکستان له صنعتي ښارګوټو د لیدنې پر مهال، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجربو پر شریکولو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار تر څنګ، ویلي چې افغانستان دا مهال ګډې سوداګرۍ ته چمتو دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « په دې کتنه کې د کرنې، ودانیزو چارو او کانونو برخه کې د سوداګرۍ او پانګوونې پر فرصتونو او ظرفيتونو خبرې شوې دي. همدارنګه، د ترکستان والی د ترکستان د آزاد سوداګریز زون د رامنځته کولو لپاره پر لارو چاور او اقداماتو خبرې وکړې څو له افغانستان سره د اقتصادي همکاري وده وکړي او په راتلونکي کې یې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.»
د صنعت او سوداګرۍ وزیر په دغه هېواد کې مېشتو افغان سوداګرو او پانګهوالو سره په لېدنه کې، له خصوصي سکتور د اسلامي امارت پر ملاتړ ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د هر ډول نویو پروژو او نوښتونو، چې د ملي اقتصاد په وده او د صادراتو د کچې په زیاتوالي کې مرسته کوي، ملاتړ کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي: «په دې ناسته کې د صنعت وزیر د دولت له لوري د خصوصي سکتور پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به له ټولو هغو پروژو او نوښتونو ملاتړ وکړي چې د ملي اقتصاد د ودې او د هېواد د صادراتو د زیاتوالي سبب ګرځي.»
له دې سره همهاله، د اقتصادي چارو ځينې شنونکي قزاقستان ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر ګټور بولي او ټینګار کوي، چې اسلامي امارت باید په هېواد کې دننه د لویو اقتصادي نندارتونونو په جوړولو سره هڅه وکړي، چې د پانګونې جذب او د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا ته زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډهوال آفاق خبري آژانس ته وايي: « که دا ډول نندارتونونه په افغانستان کې ترسره شي، بېشکه افغانستان به په سیمه کې ځانګړې ځای ترلاسه کړي، او دا به ددې لامل شی چې افغانستان د یو ښه صنعت درلودونکی شي او همداراز خلکوته به د کار زمینه برابره کړي».
د ویلو ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ، د افغان ـ قزاق سوداګریزه مجمع کې د ګډون په موخه قزاقستان ته تللی دی.
