آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیعالله عابد وایي، چې د کابل ارغندۍ برېښنا سبسټېشن چارې ۸۲ سلنه مخته تللې دي. ښاغلی عابد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې د دې پروژې چارې به د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هغه همداراز د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا پروژه، هېواد کې یوه له مهمو پروژو بولي او ټینګار کوي، چې د دې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به، پلازمېنه کې د برېښنا ستونزه تر ډېره هواره شي. مطیعالله عابد د دې سبسټېشن په اړه زیاتوي: «د ارغندۍ سبسټېشن پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت یوه له مهمو پروژو شمېرل کېږي. په ټوله کې د دې پروژې چارې ۸۲ سلنه مخته تللې او تمه ده د ۲۰۲۶ کال تر لومړیو بشپړه شي.»
له دې سره هممهاله، د اقتصادي چارو شنونکي بیا له کورنیو سرچینو د برېښنا تولید د هېواد د اقتصادي ودې بنسټیز لامل بولي. د دوی په باور، د انرژۍ په تولید کې اغېزمنه پانګونه، نه یوازې چې افغانستان ځانبسیاینې ته رسوي، بلکې پر واردادتي برېښنا تکیه را کموي او په عواید کې هم د پام وړ زیاتوالی راځي.
د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د برېښنا په برخه کې پر پانګونې ټینګار کوي او زیاتوي: «که په دې برخو کې پانګونه وشي، افغانستان کولی شي د انرژۍ تولید په برخه کې ځانبسیاینې ته ورسېږي او کولی شي په ډېره ښه توګه نورو هېوادونو ته برېښنا ورکړي.»
د اقتصادي چارو شنونکی محمد طاووس فرزاد بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «افغانستان د انرژۍ تولید په برخه کې د پام وړ ظرفیتونه لري، که د انرژۍ په تولید کې له دې سرچینو استفاده وشي، کولی شي هېواد کې د خلکو لپاره ښه کاري ظرفیتونه برابر کړي او په ټوله کې کولی شي بېوزلي کمه کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې له کورنیو سرچینو د انرژۍ تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا زیاته شوې ده. د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د اوبو او انرژۍ وزارت او عزیزي انرژۍ شرکت ترمنځ د لس میلیارده ډالرو په لګښت د لس زره مېګاواټه برېښنا تولید هوکړه لاسلیک شوه.