برېښنا سکتور کې د اساسي اصلاحاتو لپاره د ۱۶۵ میلیونه ډالرو بودجې ځانګړي کېدل

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پانګونې جذب او د افغانستان برېښنا انرژۍ ملاتړ کنفرانس دویمه ورځ؛ په دې کنفرانس کې د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالباري عمر وایي، چې د برېښنا په شبکه کې اساسي اصلاحات یوه جدي او مهمه اړتیا ده او په خبره یې، یوازې روان کال یې دې برخې ته ۱۶۵ میلیونه ډالره بودجه ځانګړې کړې ده.

ښاغلي عمر د برېښنا په برخه کې د پانګونې پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ، له ټولو پانګوالو غوښتي، څو د برېښنا تولید، د شبکو پراختیا او د اړوندو تجهیزاتو تولید په برخه کې پانګونه وکړي او په دې برخه کې د برېښنا شرکت له لوري له وړاندیز شویو بېلګو ګټه پورته کړي.

د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالباري عمر په دې کنفرانس کې زیاته کړه: «په تېر یوه کال کې د ۱۰۷۰ میګاواټه برېښنا تولید تړونونه لاسلیک شوي دي، چې د ځینو پروژو عملي چارې پیل شوې او دا مهال دوام لري.»

ښاغلی عمر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاتوي، چې نړۍوال بانک، د آسیا پراختیایي بانک او نور مرسته کوونکي بنسټونه باید خپلې مرستې بېرته پیل او د نیمګړو پروژو چارې بشپړې کړي.

هغه هېواد کې د انرژۍ اړوند پروژو پلي کېدو ته په اشارې سره ټینګار کړی، چې په تېر یوه کال کې یې د ۱۰۷۰ مېګاواټه برېښنا تولید تړونونه لاسلیک کړي، چې د ډېریو پروژو چارې عملاً جریان لري.

ښاغلي عبدالباري عمر د خپلو خبرو په دوام وویل: «نړۍوال بانک، د آسیا پراختیایي بانک او نور مرستندویه او همکار بنسټونه باید د نیمګړو پروژو پروژو چارې بېرته پیل او بشپړې کړي؛ ځکه دا د افغانانو حق دی، چې د ټولو پروژو چارې بشپړې شي.»

په دې کنفرانس کې د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور وایي، چې نن سبا نړۍ دا قناعت ترلاسه کړی، چې افغانستان کې نور د قدرت جزیرې او بې‌نظمۍ له منځه تللې او اوس د هر ډول پانګونې لپاره زمینه برابره کړه.

له دې سره هم‌مهاله، د یوه ترکي خصوصي شرکت استازي په دې کنفرانس کې وایي، چې د دوی موخه افغانستان کې د لمریزې برېښنا په برخه کې له لویو ظرفیتونو ګټه اخیستنه ده او په دې برخه کې یې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

د ترکي مارباینس شرکت مسوول گونای کوسه دې کنفرانس ته د وینا پر مهال زیاته کړه: «موږ کولی شو په لویه کچه د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړو. همداراز له پرمختللې ټکنالوژۍ په استفادې هم کولی شو د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د دې کنفرانس په لومړۍ ورځ د برېښنا شرکت او پانګوالو ترمنځ د ۹۱۲۳ مېګاواټه په ظرفیت د برښنا تولید او تاسیساتو جوړولو او ۲۸۴ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید تړونونه هم لاسلیک شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *