ایکو سازمان کې د ا.ا پلاوي ګډون او د سیمې هېوادونو سره د اړیکو پراختیا هڅې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لوړپوړی دولتي پلاوی د اذربایجان دولت په رسمي بلنه، د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته لاړ. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې ښاغلی برادر به د دغه سفر پر مهال د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په عمومي غونډه کې د ګډون او وینا تر څنګ د اذربایجان هېواد له یو شمېر چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا په اړه هم ناستې ولري.

حمدالله فطرت په دې غونډه کې د اسلامي امارت پلاوي د ګډون په اړه زیاتوي: «د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی نن له غرمې مخکې د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه د اذربایجان هېواد په رسمي بلنه ياد هيواد ته روان شو.»

له دې سره هم‌مهاله، د اقتصادي چارو شنونکي د ایکو غونډه د افغانستان او اقتصادي همکاریو سازمان غړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بولي او ټینګار کوي، چې په داسې غونډو کې د اسلامي امارت فعال حضور کولی شي، سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا ته زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا آفاق خبري آژانس سره په دې اړه زیاتوي: «دا فرصت کولی شي د افغانستان او سیمې هېوادنوو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې او همداراز د محدودیتونو د کمولو زمینه برابره کړي. د دې فرصت ارزښت په دې کې دی، چې افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی او خپلواکو سمندرونو ته لاسرسی نه لري او د ایکو سازمان غړي هېوادونه کولی شي، افغانستان له انزوا را وباسي او د هېواد په اقتصادي بیارغونه کې مرسته وکړي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی احمد فردوس بهګزین بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «موږ کولی شو له دې غونډې په استفادې او اقتصادي برنامو په لرلو سره، افغانستان د سیمې په کچه د یوه خپلواک هېواد په توګه معرفي کړو. همداراز له دې فرصته په استفادې کولی شو، افغانستان کې د پانګونې د جلب زمینه برابره او له هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو کچه لوړه کړو او ان تر دې چې هغو هېوادونو سره چې تر اوسه مو اړیکې ورسره نه درلودې، د اقتصادي همکاریو کچه لوړه کړو.»

د ویلو ده، چې د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان ۱۷مه سرمشریزه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړپوړو چارواکو په شتون کې د جولای میاشتې په درېیمه او څلورمه نېټه د اذربایجان هېواد په کوربه‌توب ترسره کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد