آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمد کاظم شهامت وایي، چې دا مهال په ټول هېواد کې څه باندې ۳۲۰۰ د مچیو فارمونه فعال دي. ښاغلی شهامت آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې هر کال په دې فارمونو کې ۲۲۰۰ مټریک ټنه شات تولیدېږي او په ټوله کې ۳۲۰۰ تنه په مستقیم ډول په دې فارمونو کې په کار بوخت دي.
غلام محمد کاظم شهامت د دې فارمونو په اړه زیاتوي: «د هېواد په کچه د مچیو ۳۲۰۰ فارمونه شتون لري، چې له دې فارمونو هر کال ۲۲۰۰ مټریک ټنه شات ترلاسه کېږي. کرنې وزارت د مچۍ لرونکو ملاتړ او د دې برخې د ودې لپاره، بېلابېل فعالیتونه عملي کوي، چې په دې کې فارم لرونکو ته تخنیکي او مسلکي مشورې، د نویو فارمونو جوړولو زمینې برابرول او د طبیعي آفتونو او ناروغیو پر وړاندې مبارزه شامل دي.»
له دې سره هممهاله، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وایي، چې افغانستان کې د مچۍ ساتلو صنعت وده د اقتصادي ځانبسیاینې او په کلیوالو سیمو کې د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې مهم ګام دی. دا کارپوهان د کورنیو تولیداتو پر معیاري پروسس او بستهبندۍ ټینګار کوي. د اقتصادي چارو شنونکی لعل ځاځی په دې اړه وایي: «د صادراتو زیاتوالي لپاره د توکو بستهبندي او همداراز له نورو هېوادونو سره هوکړې کولی شي په ټوله کې پر افغاني تولیداتو مثبت اغېز ولري.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالنصیر رشتیا بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «که موږ د ملي تولیداتو پروسس او بستهبندۍ ته پام وکړو، کولی شو هم خپل کورني بازارونه پیاوړي او هم له هېواده د باندې نوي بازارونه پیدا کړو او خپل محصولات هملته صادر کړو. دا کار کولی شي د هېواد ملي اقتصاد ودې او کاري فرصتونو برابرولو کې مهم رول ولري.»
وروستیو کلونو کې د امنیت ټینګښت او د کرنې وزارت په ملاتړ سره، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مچیو ساتلو فارمونه زیات شوي دي. طبیعي اسانتیاوې، مناسب اقلیم او د ګلونو پراخې سرچینې، هغه څه دي چې د افغانستان شات لوړ کیفیت ولري. دا برخه نه یوازې د سیمهییز اقتصاد پیاوړتیا، بلکې د چاپېریال ساتنې په برخه کې هم مهم رول لري.