کرنې وزارت: دا مهال په ۲۲ ولایتونو کې نږدې ۴ زره او ۸۵۰ ممیزخونې فعالې دي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمد کاظم شهامت وایي، چې دا مهال د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې څه باندې ۴ زره او ۸۰۰ ممیزخونې فعالیت لري. ښاغلی شهامت آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې هره یوه ممیزخونه له ۷ تر ۲۰ مټریک ټنو ممیزو د ساتنې ظرفیت لري.

غلام محمد کاظم شهامت آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «د هېواد په کچه، دا مهال په ۲۲ ولایتونو کې شاوخوا ۴ زره او ۸۴۶ ممیزخونې جوړې شوې، چې هره یوه یې له ۷ تر ۲۰ مټریک ټنو ممیزو د ساتنې ظرفیت لري. دا ممیزخونې د دولتي او غیر دولتي بنسټونو په همکارۍ جوړې شوې او د انګورو بازار په ښه‌والي او همداراز د دې مېوې د ضایعه کېدو مخنیوي په برخه کې یې مهم رول لوبولی دی.»

له دې سره هم‌مهاله، د اقتصادي چارو شنونکي وایي، چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو جوړول او همداراز په معیاري توګه د کرنیزو محصولاتو بسته‌بندي کولی شي، د هېواد په اقتصادي وده کې اغېزمن رول ولري.

د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسم‌زی د ممیز خونو او سړو خونو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «ممیز د هېواد له مهمو صادراتي توکو شمېرل کېږي، که چېرې د ممیزو ساتنې لپاره معیاري سړې خونې جوړې او د نړۍوالو معیارونو سره سم بسته‌بندي شي، کولی شي د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی محمد طاووس فرزاد بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «افغانستان کې د سړو خونو شتون یوه اړتیا ده، دا مهال افغانستان کې د مېوو او سبزۍ موسم دی، که په کافي اندازه سړې خونې ولرو، کروندګر کولی شي خپل محصولات وساتي او بازار ته په کتو پلور ته وړاندې کړي.»

مطالب بیشتر:  له سیاست تر اقتصاد؛ د کابل او بېجېنګ ګرمې اړیکې

افغانستان چې اقتصاد یې تر ډېره په کرنه ولاړ دی، وروستیو کې د اقلیمي بدلونونو له امله سخت اغېزمن شوی دی. د اوبو سرچینو کمښت، پرله‌پسې وچکالۍ، د سیندونو اوبو بېساری کمښت، هغه څه دي، چې د کرنې سکتور یې تر ډېره اغېزمن کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *