کانونو وزارت: د بدخشان زرشویي پروژو کې سل زره کسان په کار بوخت دي

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې دا مهال د بدخشان ولایت د زرشویي په پروژو کې سل زره کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بدخشان ولایت د کانونو د قراردادي شرکتونو د ټولنیزو خدماتو څخه تر اوسه د ۱۷ پراختیايي پروژو چارې د ٢٢٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي، چې پکې د کوکچې سيند د پاسه د پنځو اساسي پلونو سربېره د سړکونو رغونه د اوبو رسولو شبکې، عامه خدمتونه او نورې بنسټیزې پروژې شاملې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په دې اړه زیاتوي: «د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.»

په همدې حال، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې په هېواد کې د کانونو او نورو اقتصادي سکتورونو پراختیا پراخو کورنیو پانګونو ته اړتیا لري. د دوی په خبره، د کانونو په برخه کې د پانګونې زیاتوالی کولای شي د اقتصادي ودې زمینه برابره او د کاري فرصتونو په برابرولو سره د وزګارۍ کچه را ټیټه او د خلکو ورځنی ژوند ورسره ښه شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا په دې اړه زیاتوي: «د هېواد د کانونو ستټراټیژیک ارزښت ته په کتو، هېڅ شک نشته چې دا سکتور د اقتصادي ودې له اساسي ستنو ګڼل کېږي. د کانونو استخراج باید په تخنیکي، معیاري او د نړیوالو اصولو سره سم وشي، څو هم د سرچینو له ضایع کېدو مخنیوی وشي او هم ترې اعظمي اقتصادي ګټه واخیستل شي.»

مطالب بیشتر:  د سوداګرۍ پر وړاندې بل خنډ؛ پاکستان افغان لارۍ چلوونکو ته ویزه لرل لازمي کړل

د اقتصادي چارو بل شنونکی نورالله عزیز بیا په دې اړه وایي: «که د هېواد له کانونو په سمه او مسلکي توګه ګټه واخیستل شي، دا کار به د صنعتي سکتور په پیاوړتیا کې اساسي رول ولوبوي او د کورنیو فابریکو د فعالېدو، د تولید د زیاتوالي او د وارداتو د کمښت زمینه به برابره کړي.»

د یادونې وړ ده، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د کانونو استخراج سکتور ته تر بل هر وخت پاملرنه زیاته شوې او دا مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کانونو د اکتشاف او استخراج لپاره تړونونه لاسلیک شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *