کابل کې د قزاقستان سفیر: افغانستان سره به د سوداګرۍ کچه تر درې میلیارده ډالرو ورسوو

کابل کې د قزاقستان سفیر: افغانستان سره به د سوداګرۍ کچه تر درې میلیارده ډالرو ورسوو

د ریاست‌الوزرا د دفتر عمومي رییس، د قزاقستان له سفیر  گازیز اکباسوف سره لیدنه کې، هېواد کې د امنیت ټینګښت ته په اشارې ویلي، چې دا مهال د پانګونې پراختیا لپاره غوره فرصت رامنځته شوی دی.

په دې لیدنه کې، د قزاقستان سفیر ویلي، چې دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ کچه شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي، او د دوی موخه دا ده چې دا کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې ورسوي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې قزاقستان د تورغونډۍ – هرات او کندهار- سپین بولدک رېل‌پټلیو پروژو کې د پانګونې لېوالتیا لري او په خبره یې، هېواد یې چمتو دی په دې پروژو کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

اسلامي امارت هم د خصوصي سکټور په برخه کې د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو زمینه برابره کړې ده. په دې بهیر کې، د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ ۳۸ سوداګریزې هوکړې، چې ارزښت یې ۵۲۰ میلیونه ډالر دی، لاسلیک شوې دي. د دې هوکړو له منځه ۳۰۰ میلیونه ډالر د پانګونې لپاره، ۱۵۰ میلیونه ډالر د وارداتو لپاره او ۷۰ میلیونه ډالر د صادراتو لپاره ځانګړي شوي دي.

په ورته وخت کې، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې د سوداګرۍ د اړیکو پیاوړتیا او د افغانستان لپاره د بدیلو سوداګریزو لارو موندل او پراختیا خورا اړین دي. د دوی په وینا  اسلامي امارت باید د سوداګرۍ د زیاتولو لپاره نورې هڅې هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې پر محدودو سوداګریزو لارو خپله تکیه راکمه کړي، د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول له ازبکستان سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې او د سوداګرۍ او لېږد لپاره بدیلې لارې پیدا کړي.

مطالب بیشتر:  هرات ته د رشید مردوف سفر؛ د اقتصادي همکاریو پراختیا او د ګډو پروژو ارزونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *