کابل د دوو ګاونډیو هېوادونو د لوړپوړو پلاوو کوربه؛ راتلونکي بدلونونه څه دي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سیمې په کچه د همکاریو پراختیا په موخه د دوامداره هڅو په دوام، کابل نن د پاکستان او ازبکستان د لوړپوړو پلاوو په مشرۍ د دوه‌اړخیزو او درې‌اړخیزو ناستو کوربه دی. د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ناستې د سیاسي همکاري، اقتصادي ودې او د سیمې ثبات ټینګښت په موخه ترسره کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبره، په دې پلاوي کې د ازبکستان د ترانسپورت او همداراز د پاکستان د رېل‌پټلۍ وزیران هم شامل دي او تمه ده په ارګ کې د درې واړو هیوادونو تر منځ د ټرانس افغان لویې پروژې د امکان سنجۍ د مطالعاتو پروژه لاسلیک شي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل زیاتوي: «یاد لوړپوړي پلاوي به لومړی د افغانستان اسلامي‌ امارت د بهرنیو چارو وزیر په کوربه توب د سیاسي مشاورت درې اړخیزه ناسته تر سره کوي. به دې ناسته کې د درې واړو هیوادونو تر منځ په سیاسي تفاهم، ډیالوګ او د ستونزو د حل لپاره په اساسي مسائلو خبرې کېږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت لخوا د سیاسي مشاورت، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز ثبات په اړه خپل نظر وړاندې کوي. له هغې وروسته به په ارګ کې د درې واړو هیوادونو تر منځ د ټرانس افغان لویې پروژې د امکان سنجۍ د مطالعاتو پروژه لاسلیک کېږي. دا پروژه به د افغانستان له خوا د فواید عامې ښاغلی وزیر، د ازبکستان لخوا د ټرانسپورټ ښاغلی وزیر او د پاکستان لخوا د رېل پټلۍ ښاغلی وزیر لاسلیک کوي.»

مطالب بیشتر:  المرصاد: د اکرام الدین سریع ترور د پاکستان د استخباراتي ادارې په همکارۍ ترسره شوی

له دې سره هم‌مهاله د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق‌ډار به نن د چنګاښ ۲۶مه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان، افغانستان او پاکستان رېل‌پټلۍ «ټرانس افغان» لویې پروژې د امکان سنجۍ د مطالعاتو پروژې لاسلیک په موخه کابل ته سفر وکړي.

اسحاق‌ډار به د دې سفر په لړ کې په درې‌اړخیزه غونډه کې د ګډون ترڅنګ، د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو، په ځانګړي ډول رییس الوزرا او بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره د سیمه‌ییزو همکاریو، دوه اړخیزو اړیکو او روانو تحولاتو په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: «د لومړي وزیر مرستیال، بهرنیو چارو وزیر او سناتور محمد اسحاق‌ډار به نن پنجشنبه د ۲۰۲۵ کال د جولای میاشتې په ۱۷مه نېټه په یوه ورځني سفر کابل ته لاړ شي؛ څو د ازبکستان، افغانستان او پاکستان رېل‌پټلۍ پروژې د امکان سنجۍ او مطالعاتو پروژه لاسلیک کړي. په دې سفر کې له هغه سره د پاکستان رېل‌پټلۍ وزیر، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی او د رېل‌پټلۍ وزارت عمومي منشي ملتیا کوي.»

کابل ته د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر له سفر سره هم‌مهاله، یوه ډیپلوماټیکه سرچینه آفاق خبري آژانس ته تاییدوي، چې تمه ده نږدې راتلونکي کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي اسلام‌آباد ته سفر وکړي. د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري اسلام‌آباد ته د ښاغلي متقي سفر په اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «پاکستان ته د امیر خان متقي راتلونکی سفر د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو ښه‌والي لپاره غوره ګام دی، په ځانګړي ډول دا چې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه‌والي نښې‌نښانې هم لیدل شوې دي. له دې ډلې کولی شو پاکستان کې د اسلامي امارت سفیر منلو او همداراز کابل ته د سفیر لېږلو ته اشاره وکړو. په دې توګه زما په اند، د دواړو هېوادونو ترمنځ اساسي ستونزې لا هم پر ځای دي، دا ستونزې د افغانستان له اړخه نه، بلکې د پاکستان له اړخه سرچینه اخلي. د پاکستان اقتصادي ستونزې، نا امني او بې‌ثباتي، هغه خنډونه دي، چې لا تر اوسه نه دي حل شوي او داسې ښکاري، چې دا ستونزې به راتلونکي هم پر ځای وي.»

مطالب بیشتر:  میرضیایوف: په اقتصادي همکاریو کې د افغانستان مشارکت د سولې او ټیکاو اصلي لامل دی

د ویلو ده، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل‌پټلۍ پروژه، ازبکستان د افغانستان له لارې د پاکستان له بندرونو سره نښلوي. تمه ده د دې مسیر له لارې د مرکزي آسیا هېوادونه د پاکستان بندرونو ته په اسانۍ سره لاسرسي پیدا او دا پروژه به د سیمې سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې مهم رول ولوبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *