کابل ته د ایراني پلاوي راتګ؛ د سیاسي او اقتصادي اړیکې پراختیا د سفر اصلي موخه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی. د دې سفر موخه د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې د شته ننګونو پېژندنه او د ټرانزیټ او پانګونې په برخو کې د دوه اړخیزو اسانتیاوو برابرول ښودل شوي دي.

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر وایي، چې تهران تل هڅه کړې، کابل سره د سیاسي او اقتصادي تعاملاتو کچه لوړه او همداراز هر اړخیزې همکارۍ پراخې کړي. هغه همداراز زیاته کړې، چې په دې سفر کې یې تازه طرحې په پام کې نیولې، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د بل هر وخت په پرتهل پراختیا ومومي.

سید محمد اتابک د دې سفر د موخو او د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنو په تړاو رسنیو سره خبرو کې وویل: «په راتلونکو ورځو کې هوډ لرو، چې د افغانستان د حکومت له چارواکو سره لیدنې ولرو او د دغو لیدنو په ترڅ کې به د ګډو همکاریو او راکړو ورکړو پراختیا په اړه خبرې وکړو. د تېرو برنامو ترڅنګ، نوې طرحې هم په پام کې نیول شوې دي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې همکاري، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ په برخه کې، نوره هم پراخه شي.»

په ورته وخت کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، چې دا پلاوی به د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم او ټولګټو چارو له وزیرانو او همداراز د افغانستان خصوصي سکتور له غړو سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

آخندزاده عبدالسلام جواد د دغه پلاوي د سفر او لیدنو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «ټاکل شوې دغه پلاوی د اسلامي امارت د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال، د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم او ټولګټو چارو وزارتونو او همداراز د افغانستان د خصوصي سکتور له غړو سره لیده کاته وکړي. همدارنګه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی به وروسته هرات ولایت ته سفر وکړي او د اسلام‌کلا وسپنې‌پټلۍ، کان او بندر څخه به له نږدې لیدنه وکړي.»

قرار است این هیئت با معاونیت محترم اقتصادی، وزارت‌های صنعت و تجارت، معادن و پطرولیم و فوایدعامه امارت اسلامی و اعضای سکتورخصوصی افغانستان ملاقات نماید همچنین هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران در ادامه به ولایت هرات سفر نموده و از خط‌آهن، معدن و بندر اسلام قلعه بازدید خواهد نمود

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي افغانستان ته د لوړپوړي ایراني پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراختیا نښه بولي او ټینګار کوي، چې ایران سره د همکاریو پراختیا، افغانستان کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې ودې په برخو کې نوي فرصتونه رامنځته کوي.

د کابل پوهنتون د اقتصادي پوهنځي پخوانی استاد سید مسعود د ایران او افغانستان ترمنځ بیا د سوداګریزو اړیکو په اړه داسې لیدلوری لري: «افغانستان ته د ایراني چارواکو تګ راتګ او هغه اړیکې چې د دواړو هېوادونو د مسوولینو ترمنځ د جوړېدو په حال کې دي، که په سمه توګه مدیریت شي، کولی شي ډېرې رغوونکې پایلې ولري. حتا په داسې حالاتو کې چې د ایران او امریکا ترمنځ سیالي یا کړکېچ موجود وي، د دې وضعیت هوښیارانه مدیریت کولی شي د افغانستان ملي ګټو ساتنه وکړي او هېواد ته نوي فرصتونه برابر کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی و او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارده او ۳۶۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *