آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده، د یو پلاوي په مشرۍ د اوسپنېپټلۍ د نړيوالې اتحاديې(UIC) په ۱۲مه کنگره کې د ګډون په موخه چين ته لاړ. د دغه وزارت په وینا، دا ستره غونډه چې د چین په کوربهتوب ترسره کېږي، په درېیو برخو؛ عمومي غونډو، ګردي میزونو او کاري ناستو کې تنظیم شوې ده. په دې ناسته کې به تر ډېره د نړۍوالې رېپټلۍ پر وده، په دې برخه کې پر نوې ټکنالوژۍ، پانګونې او د چټکو اورګاډو د پراختیا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وشي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په دې اړه زیاتوي: «د غونډې ګډونوال به په نړیواله کچه د اوسپنې پټلۍ د صنعت پر ودې، د ريل پټلۍ له لارې د انتقالاتو د پراختيا، تخنيکي نوښتونو، ظرفيت لوړونې، د نويو پانګوالو د جذبولواو د لوړ سرعت لرونکو رېل پټلیو د اوسنيو پرمختګونو ارزونه وکړي، د رېل پټلۍ په برخه کې به وروستۍ پرمختللې ټکنالوژي نندارې ته وړاندې کړي او د راتلونکي لپاره به يو روښانه انځور چمتو کړي.»
له دې سره هممهاله، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي هېواد کې د رېلپټلۍ کرښو پراختیا د اقتصادي ودې او د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد لګښتونو د کمښت په برخه کې مهم بکټور بولي. د دوی په باور، د رېلشبکې پراختیا نه یوازې د توکو د چټک او ارزانه لېږد زمینه برابروي، بلکې د سیمهییز سوداګرۍ اتصال په برخه کې د افغانستان رول هم پیاوړی کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد طاووس په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «افغانستان کې د رېلپټلۍ کرښو پراختیا او یا له نورو رېلپټلیو سره د افغانستان نښلېدل به زیاتې ګټې ولري. په صادراتو او وارداتو کې به اسانتیاوې رامنځته او توکي به په کمه موده کې ولېږدول شي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی امیدالله قاسمزی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «دا هېواد په دېریو برخو کې، له هغې جملې د افغانستان عمومي اقتصادي وضعیت کې کولی شي الهامبښونکی واوسي. افغانستان هم کولی شي له دې الګو ګټه پورته کړي او د حملونقل په برخه کې د بنسټیزو پروژو په عملي کېدو سره، د صادراتو او وارداتو کچه لوړه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې ناسته کې له بېلابېلو هېوادونو خوا شاوخوا ۳۰۰۰ دولتي چارواکي، د اورګاډي متخصصین، کارپوهان، څېړونکي، د هېوادونو استازي او د مخکښو اورګاډي شرکتونو مشران ګډون کوي.