چابهار بندر؛ د افغانستان اقتصادي ودې لپاره نوی فرصت

په تهران کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست دغه هېواد کې د هند له سفیر سره لیدلي دي. په تهران کې د اسلامي امارت سفارت (دوشنبه، کب ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په دې لیدنه کې، د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني او په ایران کې د هند سفیر رودآوا سرشت د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، په ځانګړي ډول د چابهار بندر له لارې د صادراتو او وارداتو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

داسې ښکاري چې د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پراخول د هند او اسلامي امارت لپاره ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه اسلامي امارت کولی شي له دې لارې د افغانستان سوداګریز توکي هند ته صادر او برعکس د هند سوداګریز توکي هېواد ته را وارد کړي او په دې سره تر یوه بریده د صادراتو او وارداتو په برخه کې له انحصاري لارو ځان خلاص کړي.
د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته، هندوستان له افغانستان سره له احتیاطه کار اخیست، خو اوس داسې ښکاري چې دا هېواد په وروستیو ډیپلوماټیکو تحرکاتو سره غواړي له اسلامي امارت سره تعامل او د چابهار بندر په څېر سترو پروژو باندې تمرکز وکړي.

د چابهار بندر سټراټیژیک موقعیت
چابهار بندر، چې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې موقعیت لري، د غوره سټراټیژیک موقعیت په لرلو سره، ځانګړي اقتصادي او سوداګریز ارزښت لري. دا بندر آزادو اوبو ته د لار موندنې په موخه د منځنۍ آسیا هېوادونو (افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان او قزاقستان) لپاره تر ټولو لنډه لار ده.

دا بندر د افغانستان لپاره څو اړخیز ارزښت لري. افغانستان کولی شي له دې لارې نړۍوالو آزادو اوبو ته په لاسرسي سره، ځان له وچې خلاص کړي. پر دې سربېره، افغانستان د چابهار له لارې د پاکستان له وابستګۍ ځان خلاصولی شي.

داسې ښکاري چې د تمې خلاف، د اسلامي امارت او هند ترمنځ اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي. تازه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، په بهرنیو چارو کې د هند د دولت له وزیر ویکرام میسري سره د روان کال (چهارشنبه، مرغومي ۱۹مه) په متحده عربي اماراتو کې کتلي وو. په دې لیدنه کې، په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر له افغانستان سره د نوي ډیلي د مرستو ډاډ ورکړی و، او امیرخان متقي بیا د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د دوامداره اړیکو پر دوام ټینګار کړی و.
همداراز وروستیو کې ځینو رسنیو راپور ورکړ، چې ښایي راتلونکي کې له ډیپلوماټیک موقف پرته، نوی ډیلی د افغانستان سفارت د اسلامي امارت استازي ته وسپاري.

د نوي ډيلي او کابل لپاره د چابهار بندر دوه اړخیزې ګټې

په همدې حال، د افغانستان د وسپنې ټولنې اجراییوي رییس او اقتصادي شنونکی، عبدالنصیر رشتیا، آفاق خبري آژانس ته وویل چې چابهار یو سټراټیژیک بندر دی چې د افغانستان، هند، او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کولی شي.
ښاغلي رشتیا زیاته کړه: «له شک پرته، چابهار بندر یو له مهمو ستراتیژیکو بندرونو دی، چې د افغانستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې له هند او ایران سره ټینګوي. که موږ وکولی شو له دې بندره مثبت کار واخلو، نو له نړۍوالو بازارونو سره به ونښلول شو. هند هم غواړي د دې بندر له لارې افغانستان او د منځنۍ آسیا بازارونو ته لار پیدا کړي.»
ښاغلي رشتیا همداراز چابهار بندر د افغانستان او هند د دوه اړخیزو ګټو لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه: «کله چې د افغانستان او هند اړیکې نږدې شي، یا د افغانستان او پاکستان سیاسي اړیکې ترینګلې شي، نو اسلام‌آباد له خپلو بندرونو د افغانستان پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي، چې دا چاره د سرحدي او ټرانزیټي خنډونو لامل ګرځي؛ چابهار بندر کولی شي د سوداګرۍ په برخه کې پر پاکستان د افغانستان وابستګي کمه او افغانستان له ټرانزیټي انزوا را وباسي.»

ننګونې
داسې معلومېږي، چې د اسلامي امارت او هند ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، ښایي له پاکستان سره اړیکې لا ترینګلې کړي؛ ځکه چې دواړه هېوادونه د افغانستان او سیمې پر نفوذ اندېښمن دي. له همدې امله، د افغانستان او هند د سوداګریزو اړیکو د پراختیا یوه له مهمو ننګونو، له پاکستان سره د ترینګلتیا زیاتوالی بلل کېږي.
همداراز، د اساسي ټرانزیټي زیربناوو نشتوالی یو بل خنډ دی چې د دې پروژې پر وړاندې ستونزې رامنځته کولی شي.

د چابهار راتلونکی
چابهار د سټراټیژیک فرصت له لرلو سره کولی شي، د اسلامي امارت ا وهند ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي. دا بندر د اسلامي امارت لپاره د وچې مېوې او خامو موادو د صادراتو او همداراز د هندي سوداګریزو توکو د وارداتو په برخه کې مهم رول لري او د افغانستان تکیه د پاکستان پر بندرونو کمولی شي. د هند لپاره هم چابهار مرکزي آسیا ته تر ټولو ښه دروازه ده، چې کولی شي له دې لارې له چین او پاکستان سره سیالي وکړي.

په همدې حال، د دې همکاریو بریالیتوب له پاکستان سره سرحدي ترینګتیاوو او د ټرانزیټي زیربناوو کمښت پورې اړه لري.
داسې پایله ترلاسه کولی شو، چې د چابهار له لارې د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا د سیمې سیاسي معادلې بدلولی شي، خو دا پوښتنه لا پاتې ده چې آیا دا همکاري به د سیمې سیاسي ثبات ته هم ګټه ورسوي که نه؟ د وخت په تېرېدو سره به ځواب شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد