په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه نږدې ۹۸۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلې وه، چې له دې ډلې د ۱۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او د ۸۶۰ میلیونه ډالر په ارزښت واردات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي، چې په صادراتي توکو کې غیرالکولي مشروبات، کرنیز محصولات، کچالو، ممیز، انجه، د انجې تخم او غالۍ شامل دي. د هغه په وینا، وارداتو کې بیا تر ډېره اوړه، غنم، پټرول، کیمیاوي سره، اوبلن ګاز او اومه صنعتي مواد شامل دي.

آخندزاده عبدالسلام جواد د خپلو څرګندونو په اړه زیاتوي: «ازبکستان ته د افغانستان مهم صادراتي توکي غیرالکولي مشروبات، کچالو، ممیز، انجه او د انجې تخم دي، خو په مقابل کې د افغانستان مهم وارداتي توکي اوړه، غنم، تېل، کیمیاوي سره، هګۍ، اوبلن ګاز او د صنعتي فابریکو خام مواد دي.»

په همدې حال، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي باور لري، چې ازبکستان کولی شي د افغانستان لپاره یو عملي او پیاوړی اقتصادي شریک واوسي؛ ځکه دغه هېواد د برېښنا، ساختماني موادو او خوړو تولید په برخو کې لوړ ظرفیت لري. دوی ټینګار کوي چې د انرژۍ، اورګاډي او لوجیستیک په برخو کې ګډې پانګونې کولی شي متقابلې ګټې خوندي او د دواړو هېوادونو ترڅنګ به، د سیمې اقتصادي ثبات لامل شي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي په دې اړه زیاتوي: «ازبکستان کولی شي د افغانستان لپاره یو ډېر پیاوړی او عملي شریک وي؛ ځکه ازبکستان د برېښنا، ساختماني موادو، کیمیاوي سرو، نساجۍ او خوړو تولید په برخو کې لوړظرفیت لري، چې دا ظرفیتونه د افغانستان له اړتیاوو او تقاضا سره بشپړه همغږي لري.»

مطالب بیشتر:  آیا انجه افغانستان کې د کوکنار غوره بدیل کېدای شي؟

د اقتصادي چارو بل شنونکی نورالله عزیز بیا په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «د افغانستان لپاره اړینه ده چې په جدي ډول د بدیلو لارو او بدیلو شریکانو پر موندلو تمرکز وکړي. د اقتصادي ودې او سوداګریز پرمختګ لپاره باید له نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې شي، نوې ترانزیټي لارې ولټول شي، نوي بازارونه وموندل شي او پر نویو سوداګریزو سکتورونو پانګونه وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېر زېږدیز کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې ۶۴۳ میلیونه ډالر وه، چې له دې ډلې د ۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او ۵۷۸ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *