په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د ۶۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وایي، چې تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال له ازبکستان هېواد سره د شاوخوا ۶۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.

ښاغلی جواد همداراز زیاتوي، چې په دې راکړه ورکړه کې د ۵۶ میلیونه ډالرو په ارزشت صادرات او د ۵۷۸ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي، چې په صادراتي توکو کې غالۍ، غیر الکولي نوشابې، شرینبویه، انجه، شنه ځیره، اوسپنیز لوښي او د سبزیجاتو تخم شامل دي.
آخنده زاده عبدالسلام جواد په دې اړه آفاق خبري آژانس ته زیاته کړه: “په تیر ۲۰۲۴ میلاودی کال کی له ازبکستان هیواد سره د ۶۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه تر سره شوې ده چې له دې ډلې ٥٦ میلیونه ډالر صادرات او ٥٧٨ میلیونه ډالر واردات ترسره شوي دي په صادراتي توکو کې غالۍ، غیر الکولي نوشابې، شرینبویه، انجه، شنه ځیره، اوسپنیز لوښي او د سبزیجاتو تخم شامل دي.”

په همدې حال، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې ازبکستان د افغاني توکو لپاره تر ټولو مناسب بازار دی او په خبره یې، ازبکستان کولی شي د افغانستان او سیمې نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لار پرانیزي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان آقا نوید زیاتوي: “ازبکستان هیواد سره اړيکې ستراتیژیک اهمیت لري د دې لپاره چې افغانستان د ازبکستان هیواد د ریل پټلۍ له لارې کولای شي د سمې هیوادونو او اروپا ته لار پیدا کړي.”

همداراز د اقتصادي چارو شنونکی احمد فردوس بهګزین په دې اړه آفاق ته وویل: په هره اندازه چې له هیوادونو سره اړيکې پراخې شي په همغه اندازه ډاډه یم چې له هیوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې مهم رول لوبولی شي.”

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ازبکستان ته د سفر پر مهال، ویلي وو، چې یاد هېواد به حیرتان بندر کې د اقتصادي مجتمع جوړولو، د خوراکي توکو پروسس او تولید، د درملو تولید، د سیمټو او ساختماني موادو تولید، د پستې بڼونو روزنه او د سبزیجاتو او مېوو پروسس په برخو کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سمنګان، بلخ او کندوز ولایتونو کې پانګونه وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد