آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال حسامالدین صابري د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې وایي، چې د تېر یوه کال په موده کې د نویو کانونو د پېژندنې په موخه، د سروې ټیمونو له لوري د هېواد په کچه د بېلابېلو منرالونو ۳۷۸ کاني سیمې سروې او د جیولوژیکي معلوماتو په را ټولولو سره، داوطلبۍ ته سپارل شوې دي.
ښاغلی صابري په دې پروګرام کې زیاتوي، چې ۴۲ د کوچني مقیاس او ۱۰ نور د ستر مقیاس کانونه په قرارداد ورکړل شوي، د پروسس په برخه کې ۴۹ جوازونه وېشل شوي او همداراز د پنجشیر زمردو حرفوي استخراج په برخه کې هم ۲۲۴ جوازونه وېشل شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال په دې پروګرام کې زیاته کړه: «د تېر یوه کال په موده کې د نویو کانونو د پېژندنې په موخه، د بېلابېلو منرالونو ۳۷۸ کاني سیمې سروې، ۴۲ د کوچني مقیاس کانونه او ۱۰ د لوی مقیاس کانونه په قرارداد، د پروسس ۴۹ جوازونه او همداراز د پنجشیر زمرد کانونو حرفوي استخراج په برخه کې ۲۲۴ جوازونه وېشل شوي دي.»
په دغه پروګرام کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان بیا وایي، چې دا مهال د ګازو ۴۰ حلقې څاهګانې شتون لري، چې له دې ډلې ۷ حلقې یې فعالې او د ګازو سرچینو پراختیا په پار، د پنځو نورو څاهګانو تړونونه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي، چې د هر یو په ورځني ډول د سل زره متر مکعب ګازو تولید ظرفیت لري.
ښاغلي افغان د ګازو سرچینو په اړه زیاته کړې: «د کانونو او پټرولیم وزارت د ګازو سرچینو د پراختیا لپاره د جوزجان یتیمتاق سیمه کې ۵ حقلې څاهګانې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړې او د هر یوه څاه ظرفیت په ورځني ډول سل زره متر مکعب دی.»
ښاغلی افغان په دې پروګرام کې زیاتوي، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د کانونو او پټرولیم وزارت د سیمټو اړوند ۵ پروژې د ۷۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړې، چې دا پروژې په ورځني ډول د څه باندې ۱۵ زره ټنه سیمټو تولید ظرفیت لري او په عملي کېدو سره به یې، بهر ته د سیمټو صادراتو زمینه هم برابره شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند د سیمټو پروژو د قرارداد په اړه زیاته کړه: «د کانونو او پټرولیم وزارت د ۷۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د سیمټو ۵ پروژې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړې، چې دا پروژې په ورځني ډول د څه باندې ۱۵۰۰۰ ټنه سیمټو تولید ظرفیت لري.»
د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال همداراز زیاته کړې، چې افغانستان دا مهال د مالګې تولید په برخه کې ځانبساینې ته رسېدلی دی. ښاغلی صابري وایي، چې دا مهال افغانستان په کلني ډول درې سوه زره ټنه مالګې ته اړتیا لري، په داسې حال کې، چې د مالګې کانونه د ۳۴۰ زره ټنه تولید ظرفیت لري.
د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې په پرخه کې د ځانبسیاینې په اړه وایي: «افغانستان په کلني ډول ۳۰۰ زره ټنه مالګې ته اړتیا لري، خو دا مهال هېواد کې د ۳۴۴ زره ټنه مالګې تولید ظرفیت شته او هېواد په دې برخه کې ځانبسیاینې ته رسېدلی دی.»
د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو په خبره، د تېر کال په لړ کې د کوچنیو کانونو ۱۷۵ پرورژې د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت منظور شوې دي.