د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د افغانستان په صادراتو کې د نورو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د دغه وزارت په خبره، تېر ۱۴۰۳ کال کې په ټولیز ډول د افغانستان صادرات یو میلیارد او ۷۸۵ میلیون ډالرو ته رسېدلي، چې د سوداګرۍ بهیر ښهوالي او د خلکو د پېرولو ځواک ښکارندویي کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځینې کرنیزو محصولاتو لکه انځر، پنبه او ممیز د صادراتو لویه برخه تشکیلوي، خو غالۍ، سرب او قیمتي – نیمه قیمتي ډبرې هم د صادراتو مهم برخه وه.
د یاد وزارت خبرپاڼه کاږي، چې د افغانستان صادراتي توکي تر ډېره پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، اربکستان، ایران، قزاقستان، چین، ترکیې، عراق او تاجکستان هېوادونو ته صادر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې هېواد ته له ایران، متحده عربي اماراتو، پاکستان، چین، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، روسیې، هند او مالیزیا هېوادونو د ۱۱ میلیارد او ۱۶۶ میلیون ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې په وارداتي توکو کې ډیزل، پټرول، اوړه، د موټرو پرزې، ګاز، د کتان منسوجات، طبي درمل، غوړي او وریجې شامل دي.